تازه خبرونه

پاکستانیو چارواکو د افغان ټپي طالبانو د نه درملنې سپارښتنه کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

پاکستانيوچارواکو د دغه هېواد روغتونونو ته ويلي،چې د افغان ټپي طالبانو له درملنې ډډه وکړي.

ځينې سرچينې وايي، پاکستانوچارواکو دغه کار د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په غوښتنه کړى؛خو د ځينو په وينا دغه کار شاوخوا اته میاشتې مخکې په پېښور کې پر يوه ښوونځي لهستر خونړي بريد وروسته پيل شوى دى.

ولسمشر محمد اشرف غني څو مياشتې مخکې د يو ليک په استولو له پاکستانيوچارواکو د سولې لپاره د عملي گامونو د پورته کولو تر څنگ، غوښتي وه،چې د دغه هېواد په روغتونونو کې دې د ټپي طالبانو درملنه نه کوي.

یوه بله سرچینه، چې نه غواړي نوم يې په ډاگه شي ویلي؛پاکستانیو چارواکو په دې ورستيو کې یو شمېر هغو لویو روغتونونو ته،چې د ټپي افغان طالبانو درملنه کوي، له دې کار څخه د مخنیوي سپارښتنه کړې ده.

Trending

Exit mobile version