Connect with us

تازه خبرونه

پاکستان افغانستان ته د مرستو ۲۶ کانټینرونو د ننوتو اجازه ورکړه

د راپورونو له مخې؛ دا کانټینرونه، چې افغانستان ته د خوړو نړیوال پروګرام د بشري مرستو یوه برخه لېږدوي، د دوشنبې پر ماښام د پاکستاني چارواکو له اجازې وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته د تېرېدا اجازه ترلاسه کړه.

خپور شوی

د

 

پاکستانيو رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان ګمرکي چارواکو افغانستان ته د تورخم له لارې د خوړو نړیوال پروګرام د خوراکي مرستو ۲۶ کانټینرونو د ننوتو اجازه ورکړې ده.

د راپورونو له مخې؛ دا کانټینرونه، چې افغانستان ته د خوړو نړیوال پروګرام د بشري مرستو یوه برخه لېږدوي، د دوشنبې پر ماښام د پاکستاني چارواکو له اجازې وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته د تېرېدا اجازه ترلاسه کړه.

د دغو بارونو ګمرکي اسناد مخکې بشپړ شوي وه؛ خو کانټینرونه د تورخم د وارداتي ټرمینل په ساحه کې څو ساعته د پاکستاني چارواکو د وروستۍ پرېکړې پر تمه پاتې شول.

ګمرکي چارواکو د ګمرکي چارو شرکتونو ته هم خبر ورکړی، چې ټول هغه باروړونکي موټر، چې اسناد یې بشپړ دي؛ د سې‌شنبې پر ورځ به افغانستان ته ننوځي.

تورخم، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له مهمو سوداګریزو لارو څخه ګڼل کیږي؛ د ۲۰۲۵ز.کال له اکټوبر راپدېخوا د امنیتي وضعیت د خرابېدا له کبله د تګ‌راتګ پر مخ تړلې پاتې ده.

د روان کال په پیل کې د خوړو نړیوال پروګرام شاوخوا ۲۰ کانټینره مرسته له هغې وروسته بېرته کراچۍ ته ولېږدول شوه، چې د افغانستان اسلامي امارت یې له منلو ډډه کړې وه.

په راپور کې راغلي، چې د دغو ۲۶ کانټینرونو وروستی برخلیک به د افغانستان د چارواکو د پرېکړې له مخې څرګند شي او تمه ده، چې دا موضوع د سې‌شنبې پر ورځ روښانه شي.

دغه راز پاکستاني خبریال طاهر خان ویلي، چې د ملګرو ملتونو د مرستو د کاروانونو د ننوتو بهیر د تورخم له لارې افغانستان ته پیل شوی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ تر اوسه شاوخوا ۲۰ باروړونکي موټر افغانستان ته ننوتي، چې د خوراکي غوړیو او بسکیټو مرستې لېږدوي.

هغه زیاته کړې؛  تمه ده، چې له ۵۰ ډېر نور مرستندوی موټر هم له همدې لارې افغانستان ته دننه شي.

د راپور له مخې، اسلامي امارت له دې مخکې ملګرو ملتونو ته ویلي وه، چې د تورخم له لارې افغانستان ته د دې بنسټ د بشري مرستو رالېږد ته لېواله دی.

طاهر خان د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هغه څرګندونې هم یادې کړې، چې ویلي یې ول؛ اسلام‌آاباد به د جولای له څوارلسمې د ملګرو ملتونو د مرستو باروړونکو موټرو ته د تورخم له لارې افغانستان ته د تېرېدا اجازه ورکړي.

اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

Advertisement

تازه خبرونه

اسلامي همکاریو ټولنې پر زړه د سوريو ماشومانو عملیاتي لګښتونه ومنل- نورجلال جلالي

د عامې روغتیا وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، نورجلال جلالي د اسلامي همکاریو ټولنې د سرمنشي له مرستیال سفیر طارق علي بخیت او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي دي.

Published

on

د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي ويلي، د اسلامي همکاریو ټولنې له پلاوي سره یې د افغانستان د روغتیايي نظام د اړتیاوو، د ساري ناروغیو د مخنیوي او د اسلامي هېوادونو ترمنځ د روغتیا په برخه کې د همغږۍ او همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، نورجلال جلالي د اسلامي همکاریو ټولنې د سرمنشي له مرستیال سفیر طارق علي بخیت او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي دي.

په دې لیدنه کې جلالي د ولسوالیو پر کچه روغتونونو ته د اړینو تجهیزاتو د برابرولو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د روغتیا په برخه کې له اسلامي هېوادونو سره د هوکړه‌لیکونو د لاسلیک لپاره د زمینې برابرولو غوښتنې او وړاندیزونه یاد پلاوي ته وړاندې کړي دي.

دغه راز نوموړي د سرطان او زړه ناروغیو د درملنې، روغتونونو ته د اړینو تجهیزاتو د برابرولو، د زړه پر سوري ناروغۍ د اخته ماشومانو د جراحي عملیاتو او په دې برخه کې د مالي ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي په یادو برخو کې د پرله‌پسې همکارۍ ډاډ ورکړی او څرګندوي، چې هڅه به وکړي د روغتیا په برخو کې د هر اړخیزې همغږۍ او همکاریو زمینه برابره کړي.

د اسلامي همکاریو ټولنې د سرمنشي مرستیال سفیر طارق علي بخیت ویلي، چې د زړه له ستونزو سره د مخ یو شمېر ماشومانو د جراحي عملیاتو لګښتونه به پر غاړه واخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت د سعودي عربستان پر ملکي سیمو بریدونه وغندل

د دغه وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملکي وګړو پر ژوند او امنیت هر ډول برید د غندنې وړ دی.

Published

on

 

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پر ریاض او د سعودي عربستان پر نورو هوايي ډګرونو د وروستیو بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او په دغو بریدونو کې یې د ملکي وګړو وژل او ټپي کېدل خواشینوونکي بللي دي.

د دغه وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملکي وګړو پر ژوند او امنیت هر ډول برید د غندنې وړ دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د تاوتریخوالي زیاتوالی او د جګړې پراخېدل د ټولې سیمې امنیت او ثبات له ګواښ سره مخ کوي.

د بهرنیو چارو وزارت له ټولو ښکېلو لوریو غوښتي، چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي، د کړکېچ د زیاتېدا مخه ونیسي او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره اړینې هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سعودي عربستان د چارواکو د څرګندونو له مخې، د ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر په وروستي برید کې یو تن وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

#آریانانیوز#افغانستان #سعودي‌عربستان #بهرنیوچارووزارت

Continue Reading

تازه خبرونه

سترې محکمې د انګور باغ د ځمکو د پرېکړې د تطبیق امر کړی – بشپړ وضاحت

د سترې محکمې د مرستیال ویاند منصوراحمد حمزه د دې محکمې بشپړ وضاحت خپور کړی او څرګندوي، چې د یادې ځمکې په تړاو په بېلابېلو پېرونو کې قضایي پرېکړې شوې وې؛ خو د پرېکړې له تطبیق مخکې د ننګرهار ولایت د ځینو مسوولانو له لوري موضوع د اسلامي امارت مشرتابه ته وړاندې شوه. د مشرتابه له لوري د موضوع د ارزونې لپاره یو پلاوی وټاکل شو، چې د قضیې اړوند کسان هم رانغاړي.

Published

on

 

د سترې محکمې د څرګندونو له مخې: د جلال‌آباد د انګور باغ ځمکې قضیه، چې له کلونو راپدېخوا د محکمو تر څېړنې لاندې وه؛ له هر اړخیزې ارزونې وروسته د حق لرونکو پر ګټه فیصله شوې او د ځمکې د سپارلو امر یې صادر شوی دی.

د سترې محکمې د مرستیال ویاند منصوراحمد حمزه د دې محکمې بشپړ وضاحت خپور کړی او څرګندوي، چې د یادې ځمکې په تړاو په بېلابېلو پېرونو کې قضایي پرېکړې شوې وې؛ خو د پرېکړې له تطبیق مخکې د ننګرهار ولایت د ځینو مسوولانو له لوري موضوع د اسلامي امارت مشرتابه ته وړاندې شوه. د مشرتابه له لوري د موضوع د ارزونې لپاره یو پلاوی وټاکل شو، چې د قضیې اړوند کسان هم رانغاړي.

د پلاوي د راپور له ارزونې وروسته د اسلامي امارت مشرتابه د احتیاط له مخې د پرېکړې د تطبیق د ځنډولو امر وکړ او سترې محکمې ته یې لارښوونه وکړه، چې قضیه په خپلواک ډول او له سره وڅېړي.

سترې محکمې نږدې اووه میاشتې قضیه په هر اړخیز ډول وڅېړله.

د معلوماتو له مخې؛ د تېر اسلامي امارت او «جمهوري نظام» د پېرونو د محکمو د پرېکړو او اسنادو له ارزونې وروسته هم د ځمکې د غصب موضوع تائید شوه او څرګنده شوه: هغه کسان، چې پر ګټه یې وروستۍ قضایي پرېکړه شوې؛ د ځمکې د تسلیمۍ حق لري.

له همدې کبله، سترې محکمې د قضایي پرېکړې د تطبیق امر صادر کړ، چې ځمکه له غاصبانه تصرف څخه وایستل شي او حق لرونکو ته وسپارل شي.

په وضاحت کې راغلي، چې د پرېکړې د تطبیق پر مهال د رسنیو د احتمالي غبرګون او شور په اړه اندېښنه د قضایي پرېکړې د ځنډولو لامل نه‌شي کېدی؛ ځکه، چې موضوع د مشرتابه له لوري هم ارزول شوې او سترې محکمې له اوږدو څېړنو وروسته د پرېکړې د تطبیق امر کړی دی.

په پای کې ټینګار شوی، چې د قضایي پرېکړو تطبیق د عدالت د تأمین، د خلکو د حقونو د بېرته ورکړې او د غصب د مخنیوي اساسي برخه ده او دا بهیر د اسلامي شریعت، قانوني پړاوونو او اړوندو اسنادو پر بنسټ ترسره کېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!