تازه خبرونه
پاکستان افغانستان ته د مرستو ۲۶ کانټینرونو د ننوتو اجازه ورکړه
د راپورونو له مخې؛ دا کانټینرونه، چې افغانستان ته د خوړو نړیوال پروګرام د بشري مرستو یوه برخه لېږدوي، د دوشنبې پر ماښام د پاکستاني چارواکو له اجازې وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته د تېرېدا اجازه ترلاسه کړه.
پاکستانيو رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان ګمرکي چارواکو افغانستان ته د تورخم له لارې د خوړو نړیوال پروګرام د خوراکي مرستو ۲۶ کانټینرونو د ننوتو اجازه ورکړې ده.
د راپورونو له مخې؛ دا کانټینرونه، چې افغانستان ته د خوړو نړیوال پروګرام د بشري مرستو یوه برخه لېږدوي، د دوشنبې پر ماښام د پاکستاني چارواکو له اجازې وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته د تېرېدا اجازه ترلاسه کړه.
د دغو بارونو ګمرکي اسناد مخکې بشپړ شوي وه؛ خو کانټینرونه د تورخم د وارداتي ټرمینل په ساحه کې څو ساعته د پاکستاني چارواکو د وروستۍ پرېکړې پر تمه پاتې شول.
ګمرکي چارواکو د ګمرکي چارو شرکتونو ته هم خبر ورکړی، چې ټول هغه باروړونکي موټر، چې اسناد یې بشپړ دي؛ د سېشنبې پر ورځ به افغانستان ته ننوځي.
تورخم، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له مهمو سوداګریزو لارو څخه ګڼل کیږي؛ د ۲۰۲۵ز.کال له اکټوبر راپدېخوا د امنیتي وضعیت د خرابېدا له کبله د تګراتګ پر مخ تړلې پاتې ده.
د روان کال په پیل کې د خوړو نړیوال پروګرام شاوخوا ۲۰ کانټینره مرسته له هغې وروسته بېرته کراچۍ ته ولېږدول شوه، چې د افغانستان اسلامي امارت یې له منلو ډډه کړې وه.
په راپور کې راغلي، چې د دغو ۲۶ کانټینرونو وروستی برخلیک به د افغانستان د چارواکو د پرېکړې له مخې څرګند شي او تمه ده، چې دا موضوع د سېشنبې پر ورځ روښانه شي.
دغه راز پاکستاني خبریال طاهر خان ویلي، چې د ملګرو ملتونو د مرستو د کاروانونو د ننوتو بهیر د تورخم له لارې افغانستان ته پیل شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ تر اوسه شاوخوا ۲۰ باروړونکي موټر افغانستان ته ننوتي، چې د خوراکي غوړیو او بسکیټو مرستې لېږدوي.
هغه زیاته کړې؛ تمه ده، چې له ۵۰ ډېر نور مرستندوی موټر هم له همدې لارې افغانستان ته دننه شي.
د راپور له مخې، اسلامي امارت له دې مخکې ملګرو ملتونو ته ویلي وه، چې د تورخم له لارې افغانستان ته د دې بنسټ د بشري مرستو رالېږد ته لېواله دی.
طاهر خان د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هغه څرګندونې هم یادې کړې، چې ویلي یې ول؛ اسلامآاباد به د جولای له څوارلسمې د ملګرو ملتونو د مرستو باروړونکو موټرو ته د تورخم له لارې افغانستان ته د تېرېدا اجازه ورکړي.
اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.