تازه خبرونه

پاکستان اوس په نړۍ کې د اپینو مخکښه سرچینه ده

یاد راپور خبرداری ورکوي، چې دا پرمختګ کولی شي ترهګرو ډلو ته میلیونونه ډالر راوړي او په ډراماتیک ډول سیمه‌ییز امنیت بدل کړي.

Published

on

د ټیلیګراف ورځپاڼې راپور ورکړی، چې پاکستان له افغانستان څخه مخکې شوی او د نړۍ پر کچه د اپینو سیوه مخکښه سرچینه ګرځېدلی ده.

یاد راپور خبرداری ورکوي، چې دا پرمختګ کولی شي ترهګرو ډلو ته میلیونونه ډالر راوړي او په ډراماتیک ډول سیمه‌ییز امنیت بدل کړي.

په سیمه کې دا بدلون کولی شي ترهګرو ډلو ته میلیونونه ډالر وړاندې او د سیمې په امنیت کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي.

ټیلیګراف د کارپوهانو په حواله ویلي چې په پاکستان کې د اپینو پراخه او خلاص کښت د افغانستان له تولید څخه ډېر شوی، چې په سیمه کې یې جدي امنیتي اندېښنې راپورته کړي دي.

د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې کارپوه ډیویډ منسفیلډ وایي: “د کوکنارو د کروندو کچه، چې ډېری یې له پېنځه هکتارو څخه زیاتې دي؛ د استوګنې سیمو ته نږدې دي. په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د کوکنارو فصل به د پاکستان پر پرتله خورا ټیټ وي او په پاکستان کې به د دې کوکنارو د فصلونو ګټه د ترهګرو ډلو لاس ته ولویږي، چې دا به د سیمې امنیت ته جدي ګواښ وي.”

په تېر وخت کې افغانستان د نړۍ د اپینو یوه لویه برخه تولیدوله؛ خو د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته د اپینو د کښت او قاچاق پر وړاندې مبارزه ګړندۍ شوه او د اسلامي امارت مشر د مخدره توکو کښت، تولید او قاچاق منع کړ. له دې بندیز وروسته په هېواد کې د مخدره توکو تولید او کښت په بې ساري ډول کم شو.

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر تېر کال اعلان کړیو، چې په اسلامي امارت کې د مخدره توکو کښت په ۲۰۲۴ کال کې د کوکنارو د کښت له بندیز وروسته ۹۵ سلنه کم شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي؛ اوسمهال هیڅوک اجازه نلري، چې په افغانستان کې مخدره توکي وکري لا یې تولید او قاچاق کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له بندیز وروسته، په افغانستان کې د مخدره توکو کښت، تولید او قاچاق د پام وړ کم شوی دی.

Trending

Exit mobile version