تازه خبرونه

پاکستان او افغانستان دې د  تي تي پي په اړه نوې خبرې پیل کړي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۱, ۱۴۰۲)

په اسلام‌آباد کې د یوې مشورتي غونډې ویناوالو د پاکستان او افغانستان له حکومتونو غوښتي، چې د تحریک طالبان پاکستان او له پولې هاخوا د ترهګرۍ پر وړاندې د شته کړکېچ د پای ته رسولو لپاره دې نوې خبرې پیل کړي.

دا غونډه د جمعې پر ورځ ( د زمري ۲۰ ) په اسلام‌آباد کې د سولې د مطالعاتو انستیتوت له‌خوا د دواړو هېوادونو د پوهانو، سیاستوالو، ژورنالیستانو، دیني عالمانو او د افغانستان د چارو د څانګوالو په ګډون جوړه شوې وه.

د «دی نیشن» ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د دې غونډې ګډونوالو ویلي، چې پاکستان د افغانستان په اړه په خپلو سیاستونو کې بې ثابته دی. اسلام‌آباد باید د دغه ګاونډ هېواد لپاره رښتینې او هراړخیزه پالیسي جوړه او عامه کړي.

ويناوالو ويلي؛ پاکستان بايد د افغانستان له اسلامي امارت سره تونده لهجه ونه‌کاروي، ځکه خبرې اترې د پرمختګ يوازنۍ لار ده.

دوی دا هم ویلي، چې د افغانستان او پاکستان پر پوله د اغزن تار لګولو نوښت له افغانستان څخه د ترورېزم په مخنیوي کې په بشپړه توګه کارنده نه‌دی او پاکستان باید د دغه ډول تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره خپله وړتیا ډېره کړي.

د پاکستان یوه نومیالي خبریال هارون رشید، چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و؛ څرګنده کړې، چې د تحریک طالبان پاکستان مسله د پاکستان او افغانستان په دوه اړخیزو اړیکو کې لوی خنډ دی.

نوموړي زیاته کړې؛ دې مسلې کړکیچ رامنځته کړی. تر هغې به روانه وي، چې دواړه لوري دې ستونزې ته د حل لار پيدا نه‌کړي.

هغه ټینګار کړی، چې پاکستان باید د تحریک طالبان پاکستان د کمزوري کولو لپاره پر یوې ستراتیژۍ کار وکړي.

په چمن (بلوچستان) کې د جمعیت علمای اسلام د مولانا فضل الرحمن څانګې مرکزي مشر مفتي محمد قاسم حقاني وړاندیز کړی؛ د سیمه ییزو دیني عالمانو او پښتنو مشرانو یو پلاوی دې په کابل کې له اسلامي امارت سره وویني، چې د دواړو ترمنځ پر ټولو مسایلو خبرې وشي. د تحریک طالبان پاکستان په ګډون دې هېوادونه د پاکستان په اړه بحث وکړي.

ده همداراز ویلي: د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسایلو د بحث او حل لپاره دې په کابل او اسلام‌آباد کې د پاکستان او افغانستان د عالمانو بېلابېل کنفرانسونه جوړ شي.

د بلوچستان د جماعت اسلامي امیر مولانا عبدالحق هاشمي ویلي؛ تر ټولو لومړی دې د افغان طالبانو (اسلامي امارت) او د پاکستان تحریک طالبان ایدیالوژیک بنسټ وپېژندل شي؛ ځکه دواړه عصري جمهوري نظام نه‌مني او باید په دې اړه هم خبرې وشي.

یو بل خبریال سمیع یوسفزي ویلي، چې اسلام‌آباد باید په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د وسله‌والو د شتون په اړه له سختو اقداماتو لاس واخلي.

هغه زیاته کړې، چې پاکستان باید د اسلامي امارت پر ضد له سختو څرګندونو ډډه وکړي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د سمیع الحق د څانګې عمومي منشي مولانا یوسف شاه ویلي، چې پاکستاني او افغان چارواکي باید سره کېني او د خپلو مسلو د اواري لپاره له یو بل سره خبرې وکړي.

هغه زیاته کړې: د دواړو لورو حکومتونه باید خپل جديت وښيي؛ ځکه، چې مسوولیت د دوی پر اوږو دی.

په اسلام‌آباد کې د قائداعظم پوهنتون د دفاعي او ستراتېژيکو مطالعاتو استادې داکترې سلما ملک ټينګار وکړ، چې پاکستان بايد د افغانستان په اړه يوه رښتینې او هر اړخيزه تګلاره جوړه کړي.

د سياسي چارو کارپوه او د سيمه ييزو مسايلو شنونکی افراسياب خټک ويلي، چې پاکستان بايد د افغانستان په اړه پخپلې تګلارې له سره غور وکړي؛ ځکه اوسنۍ پاليسي نيمګړې ده او د ټولو ستونزو ريښه ده.

Trending

Exit mobile version