تازه خبرونه
پاکستان او افغانستان د خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو ښه کول غواړي – چین
دا څرګندونې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ په دې هېواد کې له غیر رسمي درې اړخیزې غونډې وروسته رامنځته شوې دي.
چین د چارشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې پاکستان او افغانستان غواړي خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې ښې کړي.
دا څرګندونې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ په دې هېواد کې له غیر رسمي درې اړخیزې غونډې وروسته رامنځته شوې دي.
د دې غونډې په بهیر کې امیر خان متقي او اسحاق ډار په اصولو کې هوکړه وکړه، چې ژر تر ژره د یو او بل حکومتونو ته سفیران واستوي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا اعلان د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یی له غونډې وروسته کړی دی.
د چین بهرنیو چارو وزارت لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ وانګ يي ویلي، چې دواړو لوریو د ډیپلوماټیکو اړیکو د ښه کولو لپاره خپله لېوالتیا ښودلې ده.
هغه زیاته کړې: “چین له دې هڅې هرکلی کوي او لېواله دی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره هڅې روانې وساتي او مرسته وکړي.”
د خبرپاڼې له مخې، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دوی “په دوه اړخیزو اړیکو کې د مثبت پرمختګ په ګډون له ډیپلوماټیکو ښکېلتیاوو، سوداګرۍ او ټرانزیټ آسانتیاوو زیاتوالو” هرکلی کوي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي “له دواړو هېوادونو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر اړتیا ټینګار کړی او هیله څرګندوي، چې په راتلونکي کې به په دې برخو کې نور پرمختګ هم وشي.”
تېره میاشت په کابل کې د امیر خان متقي او اسحاق ډار له لیدنې وروسته تاوتریخوالی کم شو. په دې غونډه کې امیر خان متقي له پاکستان څخه د لسګونه زرو افغانانو د شړلو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.
د چارشنبې د ورځې غونډه په بیجینګ کې د اړیکو د ښهوالي یوه بله نښه وه او په پای کې دواړو خواوو هوکړه وکړه، چې ژر تر ژره په کابل کې د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه غونډه وکړي.
پاکستان او افغانستان د یو بل په پلازمېنو کې سفارتونه لري؛ خو دا سفارتونه شارژدافیران اداره کیږي، نه رسمي سفیران.
چین لومړنی هېواد و، چې په کابل کې یې د اسلامي امارت لخوا ټاکل شوی سفیر ومانه. که څه هم تر اوسه یې په رسمي ډول اسلامي امارت پر رسمیت ندی پېژندلی.
