تازه خبرونه

پاکستان او چین له اسلامي امارت سره د نړۍ د اړیکو پر پراخولو ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۱, ۱۴۰۱)
په ملګروملتونو کې د پاکستان او چین استازيو ویلي؛ نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د خپلو موخو د پرمخ بیولو لپاره له اسلامي امارت سره د اړیکو کچه پراخه کړي.

د پاکستانيو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ د ملګرو ملتونو په یوه غونډه کې د پاکستان د استازي مرستیال عامر خان ټینګار کړی، چې په پام کې نیول شوې موخې پر زور، بندیزونو او افغانستان په انزوا کې پر سلتلو ترلاسه کېدی نشي.

هغه ویلي، د زور او جبر له لارې چلند کولی شي نوی تاوتریخوالی او جګړې رامنځته، ترهګرې ډلې پیاوړې کړي د افغان کډوالو نوې څپې رامنځته کړي.

عامر خان په ډاګه کړې، چې پاکستان د افغانستان د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي تر څنګ له ترهګریزې ضد دذریځه هم ملاتړ کوي.

دغه پاکستاني چارواکي ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ ختمول د نړیوالې ټولنې په ګټه دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ نړيواله ټولنه بايد د ترهګرۍ ضد يوه هر اړخيزه ستراتيژي جوړه کړي او د دې کار د ترسره کولو لپاره په افغانستان کې له شته حکومت سره اړېکې لري.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي مرستیال ویلي؛ نړیواله ټولنه باید له دې حقیقته هرکلی وکړي، چې یو واحد، ځواک پر ټول افغانستان کنټرول لري او پر وړاندې یې کومه ننګونه نشته.

دغه راز په ملګرو ملتونو کې د چین استازي له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د اسلامي امارت د پراخ او ټولګډونه جوړښت رامنځته کولو ته د هڅولو ترڅنګ له افغانستان څخه بشپړ ملاتړ وشي.

ژانګ جون له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د ټينګ ملاتړ پر اړتيا د ټينګار تر څنګ ويلي، هېوادونه بايد د سخت او سخت ژمي له رارسېدو سره د افغانستان له خلکو سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

هغه وایي، چې د افغانستان خلک د بهرنیو پوځیانو د جنایتونو په اړه ځواب ته منتظر دي. هغه هېوادونه، چې د اوسني وضعیت اصلي مسوول دي؛ باید په جدي توګه خپلو تېروتنو ته پام وکړي او د افغانستان د پرمختګ لپاره لازمې مرستې وکړي.

ژانګ د افغانستان پر وړاندې د امریکا او لویدیځو هېوادونو بندیزونو ته په نغوته او اشاره کې ویلي: سیاسي بندیزونه او انزوا به ستونزه حل نکړي، بلکې د افغانانو کړاوونه به نور هم زیات او پراخه کړي.

Trending

Exit mobile version