تازه خبرونه
پاکستان به د غیرقانوني بهرنیانو پر وړاندې مبارزه ګړندۍ کړي
ډان نیوز د یکشنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې دا پرېکړه د شنبې پر ورځ د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي پر مشرۍ د ترهګرۍ ضد کمیټې او د سخت دریځۍ کمیټې د درېیمې غونډې په لړ کې رامنځته شوه.
پاکستان پرېکړه کړې، چې د غیرقانوني بهرنیانو په ځانګړي توګه د افغان وګړو پر وړاندې خپل اقدامات نور هم زیات او ګړندي کړي.
ډان نیوز د یکشنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې دا پرېکړه د شنبې پر ورځ د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي پر مشرۍ د ترهګرۍ ضد کمیټې او د سخت دریځۍ کمیټې د درېیمې غونډې په لړ کې رامنځته شوه.
د پاکستان حکومت له دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې په لویدیځو هېوادونو کې د بیا میشتېدنې پر تمه زرګونه افغان کډوال که د اپریل تر ۳۰ پورې ځای پرځای نشي؛ خپل هېواد ته به جبري وایستل شي.
یوه اړوند چارواکي ډان ته ویلي، چې ټولټال ۱.۰۲۳ میلیون افغان وګړي تر دې دمه خپل هېواد ته بېرته ګرځول شوي دي.
یوازې په اپریل کې، ۱۳۵ زره ۸۶۵ کسان بېرته لېږل شوي او په می کې ۶۵۰۵۷ نور هم شړل شوي دي.
د می پر دېرشمه په یوه ورځ کې ۱۴۸۳ افغانان جبري ایستل شوي.
محسن نقوي د شنبې پر ورځ د فډرالي او ولایتي ادارو د اړتیاوو له مخې ټینګار وکړ، چې د غیرقانوني مهاجرت له کبله رامنځته شويو ګواښونو له منځه وړلو او د ملي امنیت د ساتلو لپاره باید ګډ کار وکړي.
هغه ټولو اړوند ادارو ته سپارښتنه کړې؛ د ” سندیتوب رژیم” دې پلی کړي او نادرا به په ټولو ځایونو کې د جبري ایستلو رښتیني وخت معلوماتو تصدیق چمتو کړي.
