تازه خبرونه

پاکستان به د ولسمشر غوښتنو ته مثبت ځواب ورنکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د چارو یو شمیر پوهان او د ولسي جرګې ځیني غړي  په دې باور دي چې پاکستان به هیڅکله هم د افغان ولسمشر غوښتنو مثبت ځواب ورنکړي.

دوی له ولسمشر څخه غواړي چې د پاکستان په هکله خپل سیاست روښانه کړي.

سیاسي کارپوهان دا د ولسمشرغني سیاسي جرات ګڼي چې پاکستاني چارواکو ته د خپلو غوښتنو په هکله لیک استولی دی.

په دغه لیک کې د پاکستان له سیاسي او پوځي چارواکو څخه اته کلیدي غوښتني شوي دي.

سیاسي کار پوه محمد ناطقي:

په دې دې اړه چې پاکستان ښایي د افغان حکومت غوښتنې ونه مني، اندیښنې شتون لري؛ ځکه پاکستان صداقت نه لري. په افغانستان کې څېړونکي په دې اند دي چې د پاکستان تبلیغاتي سیاسي له عملي او  اجرایي سیاسیت سره توپیر لري.

افغانان په دې باور دي چې که پاکستان وغواړي په افغانستان کې سوله ټینګیدای شي.

پوځي کار پوه جاوید کوهستاني:

د ولسمشر غني دا ګام په سیاست کې روڼتیا رامنځ ته کل دې او دا پاکستان ته پیغام ورکوي او مجبوروي یې چې په دې اړه ګامونه واخلي.

د ولسي جرګې غړی احمدشاه رمض:

” پاکستان کله هم دا ډول لیکونو او سفرونو ته ځواب نه دی ورکړی؛ بلکې د نړۍ د سترو قدرتونو د موخو له پاره تل غواړي له موږ سره چل او غبن وکړي.”

افغان ولسمشر دوې اونۍ مخې کې د پاکستان سیاسي او پوځي چارواکو ته لیک په استولي لیک کې غوښتنه کړې چې پاکستان باید په افغانستان کې د طالبانو بریدونه وغندي، په پاکستان کې يې ځالی ړنګې کړي او د حقاني شبکې په وړاندې عملیات سخت کړي.

Trending

Exit mobile version