Connect with us

تازه خبرونه

پاکستان دې د افغان کډوالو خپلسري نیول او ځورول ودروي ـ د بښنې نړيواله ټولنه

خپور شوی

د

د بښنې نړیوالې ټولنې د سې شنبې پر ورځ د کډوالو د نړیوالې ورځې پر ویاړ یو راپور خپور کړ او د پاکستان له حکومته یې وغوښتل، چې ژر تر ژره د افغان کډوالو خپلسري نیول او ځورول ودروي.

دې ټولنې په خپل راپور کې ویلي، چې له څه وخت راپدیخوا په پاکستان کې میشت افغانان پخپلسر نیول شوي او ان د ویستلو ګواښونه ورته شوي دي. د نوملیکنې په بهیر کې د پام وړ ځنډ له کبله ډېر له اړوند بهیره پاتې دي او کارتونه نه‌لري. دا سند افغان کډوالو ته په پاکستان کې د اوسیدو اجازه ورکوي. ډېري یې پر عادي ویزو پاکستان ته ننوتلي، چې اوس یې ټاکل شوی وخت پای ته رسېدلی دی.

د جنوبي اسیا لپاره د بښنې نړیوالې ټولنې مرستیالې دنیوشیکا دیسانایاک ویلي: دا ډېره د اندېښنې وړ ده، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت د نړیوالو پام نه‌دی رااړولی. دوی وطن ته د ستنېدو او په پاکستان کې د پاتې کېدلو وس نه‌لري او ځانونه په داسې حالت کې ویني، چې ترې د تېښتې لار نه‌ویني. ناڅرګنده حقوقي دریځ او په درېیم هېواد کې د پناه غوښتنې یا میشتېدنې ستونزمن بهیر دوی ډېر زیان منونکي کړي دي.

د راپور له مخې؛ هغه افغانان، چې د پناه غوښتنې په لټه کې دي د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمیشنرۍ څخه د نوملیکنې د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره باید له یوه اوږده بهیره تېر شي. د پاکستان د حکومت لخوا د ویزو د نوي کولو ترڅنګ د نوملیکنې د اسنادو په ترلاسه کولو کې ځنډ؛ د پولیسو ځورولو او د نورو چارواکو له لوري د پیسو اخیستو بهیر اسانه کوي. د راپورونو له مخې؛ افغانان د سند، کراچۍ، پېښور، چمن او کوټې په ګډون په ټول پاکستان کې له دغو کړنو سره مخ شوي دي.

دا افغانان د خپل حقوقي حیثیت د ثابتولو لپاره اسناد نه‌لري؛ رسمي دندې نه‌شي ترسره کولی او پر ټیټ معاش کار له ښکېلاک سره مخ کوي.

د نوملیکنې له کارت یا ویزې پرته د سیم کارت ترلاسه کول یا د بانکي حسابونو رامنځته کول هم ورته ستونزمن دي او ان افغانان نه‌شي کولی له خپلو خپلوانو مرسته یا پیسې ترلاسه کړي. د کورونو خاوندان هم د پناه غوښتونکیو له دې وضعیته خپله ګټه پورته کوي.

د بښنې نړیوالې ټولنې په راپور کې دا هم راغلي، چې ډېري نوي راغلي کډوال باید پولې ته سفر وکړي او په رسمي توګه د خپلو ویزو نوي کولو لپاره له پاکستان څخه ووځي، چې دا ورته له لګښت ډک او خطرناک کار دی. دوه مرکه شویو کسانو ویلي، چې سرحدي ساتونکیو د باوري ویزو له لرلو سره ـ سره له پولې څخه د تېرېدو لپاره د بډو غوښتنه کړې ده.

د بښنې نړیوالې ټولنې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمیشنرۍ غوښتي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو د غوښتنلیکونو د ثبت او پروسس بهیر چټک کړي. دې ټولنې د پاکستان له حکومته هم غوښتي، چې د افغان کډوالو خپلسري نیول او ځورول ودروي.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!