تازه خبرونه
پاکستان دې د خپلو نیمګړتیاوو پړه پر افغانستان نهورتپي – اسلامي امارت
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې پر ورځ ( د چنګاښ څلیریشتمه) د پاکستان د دفاع وزیر د څرګندونو په غبرګون کې، چې اسلامي امارت دې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي؛ ویلي دغه تړون له پاکستان سره نه، بلکې له امریکا سره لاسلیک شوی او خاوره مو د چا پر ضد نهکارول کیږي.
ذبیح الله مجاهد له بي بي سي پښتو سره په خبرو کې ویلي؛ د دوحې د سولې تړون له امریکا سره لاسلیک شوی او د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نهکارول کېږي، ځکه پاکستان یو ورور او مسلمان ولس دی.
له دې مخکې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې له خپرېدو یوه ورځ وروسته ویلي وه، چې په افغانستان کې پاکستانيو طالبانو ته خوندي پټنځایونه او د هڅو ازادۍ شته او له دې کاره ژوره اندېښنه لري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ډاګه کړې؛ که د پاکستان حکومت له دوی سره په دې اړه شواهد شریک کړي، دوی به د پاکستانيو طالبانو پر ضد اقدام وکړي.
د پاکستان دفاع وزیر اسلامی امارت ته ګواښ کړی، چې که د ترهګرو ډلو پر ضد اقدام ونهکړې، پاکستان به د خپلې خاورې او وګړیو د ساتنې لپاره له ټولو ممکنه وسیلو او اقداماتو کار واخلی.
د پاکستان دفاع وزیر ویلي؛ هیله ده اسلامي امارت د دوحې تړون له مخې خپل مسوولیتونه ترسره او ترهګرو ډلو ته اجازه ورنهکړي، چې د افغانستان له خاورې پر نورو د بریدونو لپاره کار واخلي.
نوموړي ګواښ کړی؛ که اسلامي امارت دا کار ونهکړي؛ نو د نه زغملو وړ بریدونه به د اغېزمن ځواب سبب شي.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر دغه څرګندونې له هغې وروسته کړي، چې په بلوچستان ایالت کې پر دوه وروستیو بریدونو د ۱۲ پاکستانيو پوځیانو د وژل کېدو ادعا وشوه.
ذبیح الله مجاهد د دې ګواښ په ځواب کې ویلي؛ که د پاکستان پوځ بيا د افغانستان پر خاوره بريد وکړي، مونږ به يې په جدي توګه مخنيوى وکړو او هيچا ته به اجازه ورنهکړو، چې زمونږ پر خاوره تېرى وکړي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې دوی له پاکستاني لوري سره د تي تي پي په اړه ناستې کړې دي.
د اسلامي امارت ویاند د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ په ناکامو خبرو کې د اسلامي امارت منځګړیتوب ته هم نغوته او اشاره وکړه او وایي؛ د دغو خبرو لپاره له شمالي وزیرستان څخه د پاکستانيو طالبانو استازي راغلل او اوس، چې خبرې اترې بې پایلې شوي، مینځګړیتوب هم پای ته رسېدلی دی.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
نړۍ4 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه5 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
لوبی5 days agoپه جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما

