تازه خبرونه

پاکستان دې د خپلو نیمګړتیاوو پړه پر افغانستان نه‌ورتپي – اسلامي امارت

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۵, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې پر ورځ ( د چنګاښ څلیریشتمه) د پاکستان د دفاع وزیر د څرګندونو په غبرګون کې، چې اسلامي امارت دې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي؛ ویلي دغه تړون له پاکستان سره نه، بلکې له امریکا سره لاسلیک شوی او خاوره مو د چا پر ضد نه‌کارول کیږي.

ذبیح الله مجاهد له بي بي سي پښتو سره په خبرو کې ویلي؛ د دوحې د سولې تړون له امریکا سره لاسلیک شوی او د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه‌کارول کېږي، ځکه پاکستان یو ورور او مسلمان ولس دی.

له دې مخکې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې له خپرېدو یوه ورځ وروسته ویلي وه، چې په افغانستان کې پاکستانيو طالبانو ته خوندي پټنځایونه او د هڅو ازادۍ شته او له دې کاره ژوره اندېښنه لري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ډاګه کړې؛ که د پاکستان حکومت له دوی سره په دې اړه شواهد شریک کړي، دوی به د پاکستانيو طالبانو پر ضد اقدام وکړي.

د پاکستان دفاع وزیر اسلامی امارت ته ګواښ کړی، چې که د ترهګرو ډلو پر ضد اقدام ونه‌کړې، پاکستان به د خپلې خاورې او وګړیو د ساتنې لپاره له ټولو ممکنه وسیلو او اقداماتو کار واخلی.

د پاکستان دفاع وزیر ویلي؛ هیله ده اسلامي امارت د دوحې تړون له مخې خپل مسوولیتونه ترسره او ترهګرو ډلو ته اجازه ورنه‌کړي، چې د افغانستان له خاورې پر نورو د بریدونو لپاره کار واخلي.

نوموړي ګواښ کړی؛ که اسلامي امارت دا کار ونه‌کړي؛ نو د نه زغملو وړ بریدونه به د اغېزمن ځواب سبب شي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر دغه څرګندونې له هغې وروسته کړي، چې په بلوچستان ایالت کې پر دوه وروستیو بریدونو د ۱۲ پاکستانيو پوځیانو د وژل کېدو ادعا وشوه.

ذبیح الله مجاهد د دې ګواښ په ځواب کې ویلي؛ که د پاکستان پوځ بيا د افغانستان پر خاوره بريد وکړي، مونږ به يې په جدي توګه مخنيوى وکړو او هيچا ته به اجازه ورنه‌کړو، چې زمونږ پر خاوره تېرى وکړي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې دوی له پاکستاني لوري سره د تي تي پي په اړه ناستې کړې دي.

د اسلامي امارت ویاند د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ په ناکامو خبرو کې د اسلامي امارت منځګړیتوب ته هم نغوته او اشاره وکړه او وایي؛ د دغو خبرو لپاره له شمالي وزیرستان څخه د پاکستانيو طالبانو استازي راغلل او اوس، چې خبرې اترې بې پایلې شوي، مینځګړیتوب هم پای ته رسېدلی دی.

Trending

Exit mobile version