سیمه ییز خبرونه

پاکستان د ۲۰۲۵-۲۶ کال په بودجه کې دفاعي لګښتونه زیات کړل

د پاکستانيو چارواکو چمتو شوي ارقام ښیښ، چې د راتلونکي کال لپاره د بودجې کسر د ناخالص کورني محصول ۴.۸ سلنه دی، چې د سږ کال د ۵.۹ سلنې هدف پر پرتله د پام وړ کمښت دی.

Published

on

ټاکل شوې، چې د پاکستان حکومت د سې‌شنبې پر ورځ د ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال لپاره فډرالي بودجه اعلان او په ټولیز لګښت کې ۶.۷ سلنه کمښت رامنځته او دفاعي لګښتونه شاوخوا ۲۰ سلنه زیات کړي.

د پاکستانيو چارواکو چمتو شوي ارقام ښیښ، چې د راتلونکي کال لپاره د بودجې کسر د ناخالص کورني محصول ۴.۸ سلنه دی، چې د سږ کال د ۵.۹ سلنې هدف پر پرتله د پام وړ کمښت دی.

دفاعي لګښتونه، چې اوسمهال ۲.۱ ټریلیون روپۍ (۷.۴۵ میلیارد ډالر) دي؛ په لویه کچه د پراختیایي بودجې د کمولو له لارې تمویل کیږي. سربېره پرد، ۵۶۳ میلیارډ روپۍ (۱.۹۹ میلیارډ ډالر) د پوځي تقاعد لپاره ځانګړي شوي، چې په رسمي دفاعي بودجه کې د پام وړ ندي.

د هند د ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال لپاره خپله دفاعي بودجه ۷۸.۷ میلیارډ ډالرو ته لوړه کړې، چې له دې څخه ۲۱ میلیارډ ډالر د پوځي تجهیزاتو لپاره ځانګړي شوي دي.

د راتلونکي مالي کال لپاره د پاکستان اقتصادي وده ۴.۲ سلنه اټکل شوې، چې سږ کال ۲.۷ سلنه وه؛ خو بیا هم د سیمې له اوسط څخه کښته ده. د پاکستان حکومت هڅه کوي، چې د مالیې بنسټ له پراخولو سره د نړیوال وجهي صندوق (IMF) اړتیاوې پوره کړي. په ځانګړي توګه په کرنه او پرچون پلور کې او سبسایډي کمه کړي.

د رسمي څرګندونو له مخې؛ یوازې ۱.۳ سلنه پاکستانيو وګړو په ۲۰۲۴ کال کې د عایداتو مالیه ورکړې، چې د هېواد په مالیې سیسټم کې د بنسټیزو اصلاحاتو اړتیا پراخوي.

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب ویلي، چې د حکومت اصلي موخه د لوی اقتصادي ثبات ساتل او د تېرو “لوړ او ټیټ” اقتصادي دورو له تکرار څخه مخنیوی دی.

په هر حال شنونکي خبرداری ورکوي، چې د IMF سخت شرایطو د ودې او لاسته راوړلو مخه ونیسي. احمد مبین، چې د S&P یو اقتصاد پوه دی ویلي، چې د عوایدو هدفونه ممکن د کمزوري تطبیق او د رښتیني مالیاتي اصلاحاتو نشتوالي له کبله پوره نشي.

Trending

Exit mobile version