تازه خبرونه
پاکستان پر افغانستان د امریکا د بریدونو لپاره د خپلې خاورې کارول رد کړل
د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري له یو شمېر خبریالانو سره په یوه خبري غونډه کې په دې اړه راپورونه “بې بنسټه او ناسم” وبلل.
د پاکستان پوځ هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې امریکا د پاکستان له خاورې څخه په افغانستان کې هوايي بریدونه کوي.
د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري له یو شمېر خبریالانو سره په یوه خبري غونډه کې په دې اړه راپورونه “بې بنسټه او ناسم” وبلل.
دا څرګندونې د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد د هغو څرګندونو په ځواب کې راپورته شوي، چې ویلي یې ول: د امریکایي بې پیلوټه الوتکې د پاکستان له هوايي حریم څخه افغانستان ته راننوځي.
ذبیح الله مجاهد ویلي؛ کابل له اسلامآباد څخه غوښتنه کړې، چې د افغانستان پر ضد د عملیاتو لپاره د خپلې خاورې او هوايي حریم څخه د کار اخیستو مخه ونیسي.
د پاکستان د پوځ ویاند دا هم ویلي، چې د هېواد ځواکونو په تېرو درې یا څلور میاشتو کې ۱۱۲ بهرني جنګیالي وژلي دي. دا یو حقیقت دی، چې پاکستان په خپلواکه توګه له ترهګرۍ سره مبارزه کوي او له امریکا سره هیڅ راز پوځي همکاري نلري.
کارپوهانو ويلي؛ دا نوی دریځ یو ځل بیا د کابل او اسلامآباد ترمنځ د امنیتي او سیاسي اړیکو پېچلتیاوې روښانه کوي، چې د اوربند او د سولې خبرو خنډ هم ګڼل کیږي.