Connect with us

تازه خبرونه

پاکستان یو میلیون او ۳۰۰ زره افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي

پاکستان د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د سړو اړیکو او مخ پر زیاتېدونکو امنیتي اندېښنو وروسته پرېکړه کړې، چې غیر قانوني کډوال وباسي.

خپور شوی

د

د پاکستان کورنیو چارو وزیر ملي شورا ته په یوه راپور کې ویلي، چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال له نومبر راپدېخوا ۱.۳ میلیون افغان کډوال جبري ایستلي دي.

پاکستان د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د سړو اړیکو او مخ پر زیاتېدونکو امنیتي اندېښنو وروسته پرېکړه کړې، چې غیر قانوني کډوال وباسي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې افغان کډوال په دې موده کې د پاکستان میلمانه ول او باید “په بشپړ وقار او درناوي” سره خپل هېواد ته راستانه شي؛ خو کډوالو ويلي، چې دوی د جبري ایستلو په لړ کې له نیولو، ځورونو او کړولو سره مخ شوي دي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دا هم ویلي، چې له ۲۰۰۷ کال راپدېخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) د پروګرام له مخې له ۱.۳۷ میلیون څخه ډېر افغان کډوال، چې POR کارتونه یې لرل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه راز د پاکستان حکومت تائید کړې، چې د ای سي سي کارت د اعتبار موده به نه‌غځوي.

د مهاجرت نړیوال بنسټ (IOM) ويلي، چې سږ کال د اپریل له لومړۍ نېټې څخه د می تر دولسمې پورې له پاکستان څخه له ۱۲۸ زره څخه ډېر افغانان ایستل شوي دي.

پاکستان په تېرو دوه میاشتو کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو دوه‌یم پړاو هم پیل کړی دی، چې په کې یې زرګونه افغان کډوال جبري افغانستان ته شړلي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت هڅه کوي، چې د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د ۵۸ استوګنځایونو پر جوړولو سره د کډوالو د استوګنې ستونزه حل کړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو له مرستیال سره په لیدنه کې د راستنېدونکو لپاره د تعلیمي فرصتونو برابرول مهم وګڼل او د وزارت د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

محمد یونس راشد دا هم ویلي، چې دوی به ځانګړي پروګرامونه طرحه کړي او د ځوانانو له ټولنې سره د یوځای کولو لپاره به همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې کابل تل له اسلام‌آباد څخه غوښتي، چې کډوالو ته په تدریجي ډول د راستنېدو اجازه ورکړي؛ خو پاکستان د افغانستان غوښتنه نده منلې.

تازه خبرونه

د معیار او کیفیت ادارې پلاوي له ایراني بنسټونو سره پر صادراتي او وارداتي خنډونو خبرې وکړې

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس عبدالله بشیر او د دې ادارې د پلان او پالیسۍ رییس محمد حامد د ایران د سوداګرۍ خونې له غړیو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو، د معیارونو د برابرولو او د شته ستونزو د اواري پر لارو چارو خبرې کړې دي.

Published

on

 

د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې پلاوي ایران ته په سفر کې د دې هېواد د سوداګرۍ خونې، د ملي اعتبار ورکولو مرکز او د نفتي، ګازي او پټروشیمي محصولاتو د صادرونکو ټولنې له مسوولانو سره لیدلي او د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا، د صادراتو او وارداتو پر وړاندې د خنډونو لرې کولو خبرې کړې دي.

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس عبدالله بشیر او د دې ادارې د پلان او پالیسۍ رییس محمد حامد د ایران د سوداګرۍ خونې له غړیو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو، د معیارونو د برابرولو او د شته ستونزو د اواري پر لارو چارو خبرې کړې دي.

دغه راز د ایران د ملي اعتبار ورکولو مرکز له رییس سره په ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتبار ورکولو او د مطابقت ارزونې د پایلو د دوه‌اړخیزې منلو موضوع څېړل شوې ده.

د افغانستان پلاوي د ایران د نفتي، ګازي او پټروشیمي محصولاتو د صادرونکو ټولنې له مسولانو سره هم لیدلي او افغانستان ته د ایران د نفتي توکو د صادراتو پر وړاندې د شته خنډونو او ستونزو او د هغو د عملي حل پر لارو چارو یې خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس وړمه ورځ هم د ایران د سټنډرډ ادارې له استازو سره لیدلي او پر دوه‌اړخیزو همکاریو یې خبرې کړې وې.

د معیار او کیفیت ادارې ويلي، چې د دغو لیدنو موخه د سوداګرۍ پر وړاندې د تخنیکي خنډونو لرې کول، د دوه‌اړخیزو همکاریو پراختیا او د افغانستان او ایران ترمنځ د معیاري او ګټورو سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتول دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې نړیوالې مرستې بیا پیل شوې

د دې ادارې عمومي رییس مطیع‌الحق خالص ويلي، د چاپېریال ساتنې کوچنۍ مرستې د سیمه‌ییزو طرحو د ملاتړ لپاره مهم پروګرام دی، چې د طبیعي سرچینو، ځنګلونو او څړځایونو د ساتنې او د اوبو او خاورې د مدیریت په برخه کې به اغېزناک رول ولري.

Published

on

 

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکو ويلي، نړیوال چاپېریال ساتنې صندوق په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې د کوچنیو مرستو پروګرام بېرته پیل کړی، چې له مخې به یې د طبیعي سرچینو د ساتنې او اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د سیمه‌ییزو پروژو د پلي کېدا زمینه برابره شي.

د دې ادارې عمومي رییس مطیع‌الحق خالص ويلي، د چاپېریال ساتنې کوچنۍ مرستې د سیمه‌ییزو طرحو د ملاتړ لپاره مهم پروګرام دی، چې د طبیعي سرچینو، ځنګلونو او څړځایونو د ساتنې او د اوبو او خاورې د مدیریت په برخه کې به اغېزناک رول ولري.

هغه ټینګار وکړ، چې افغانستان د شنوخونو ګازونو په تولید کې لږه ونډه لري؛ خو د اقلیمي بدلونونو له ناوړه اغېزو تر ټولو زیانمنو هېوادونو څخه دی او چاپېریالي مرستې باید له سیاسي ملاحظاتو پرته روانې وساتل شي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام استازي هم په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د نړیوالو هڅو د زیاتېدا غوښتنه وکړه.

د چاپېریال ساتنې نړیوالو مرستو بیا پیل د ۲۰۲۱ز.کال له ځنډ وروسته په افغانستان کې د سیمه‌ییزو چاپېریالي نوښتونو او پروژو د ملاتړ لپاره نوې زمینه برابروي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې او د تګ‌راتګ لارې دې ژر تر ژره پرانیستل شي

نوموړي د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې د خپل ګوند د ولسي غونډې پر مهال ویلي، د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د تګ‌راتګ دروازو تړل کېدا د کرښې دواړو غاړو ته د خلکو پر اقتصادي ژوند منفي اغېز کړی دی.

Published

on

د پاکستان د عوامي نشنل ګوند مرکزي صدر ایمل ولي خان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او تګ‌راتګ د لارو د ژر تر ژره بیا پرانیستل کېدا غوښتنه کړې او څرګندوي، د دغو لارو تړل کېدا د ډیورند فرضي کرښې دواړو غاړو ته خلک او سوداګر له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړي د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې د خپل ګوند د ولسي غونډې پر مهال ویلي، د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د تګ‌راتګ دروازو تړل کېدا د کرښې دواړو غاړو ته د خلکو پر اقتصادي ژوند منفي اغېز کړی دی.

ایمل ولي خان ټینګار کړی، د پښتون میشتو سیمو؛ چمن، باجوړ، مومندو، وزیرستانونو او چترال ترمنځ سوداګریزې او د تګ‌راتګ لارې باید بېرته پرانیستل شي او د خلکو کاري فرصتونه باید له سیاسي اختلافونو سره ونه تړل شي.

هغه زیاته کړې، د فرضي کرښې دواړو غاړو ته میشت خلک د سوداګرۍ او تګ‌راتګ حق لري او پاکستاني چارواکي باید د دغو حقونو د خوندي کولو لپاره عملي اقدامات وکړي.

د پاکستان د عوامي نشنل ګوند مشر دا هم ویلي، چې د لارو تړل کېدا د خلکو اقتصادي وضعیت خرابوي او د دې ستونزې حل باید د کرښې دواړو غاړو ته د خلکو د ګټو په پام کې نیولو سره لومړیتوب ولري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!