تازه خبرونه
پاکستان دوه نور طالب زندانیان خوشې کړل
په کابل کې د وسلوالو طالبانو پخواني غړيو هم منلې، چې عبدالصمد ثاني او صلاح الدین دوه طالب قومندانان تازه د پاکستان له بنده خلاص شوي دي.
په افغانستان کې د سولې ټينګښت هغه موضوع ده، چې په دې وروستیو کې په کور د ننه او بهر پرې سیاسي تودې خبرې روانې دي.
د پاکستان خبري رسنیو او اسوشیتید پرس خبري آژانس خبر ورکړی، چې پاکستان دوه طالب قومندانان له بند څخه خوشې کړي دي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ عبدالصمد ثاني هغه طالب قومندان دی، چې نوم یې د امریکا په تور نوملړ کې شامل دي. ثاني د طالبانو د واکمنۍ پر وخت د افغانستان بانک رييس و.
دغه راز صلاح الدین یو بل ټيټ پوړی طالب قومندان هم د پاکستان له زندان څخه خوشې شوی دی.
سیاسي کارپوه حسن حقیار وایي: د دغو دواړو طالب مشرانو خوشې کیدل د زلمي خلیلزاد له هڅو سره تړاو لري. طالبانو ترې غوښتي وه، چې یاد طالب مشران دې خوشې کړي.
د پاکستان له بند څخه د دوه طالب قومندانانو د خوشې کیدو راپورونه په داسې حال کې خپريږي، چې امریکا او د سیمې هېوادونه د وسلوالو طالبانو او افغان حکومت د مخامخ خبرو غوښتونکي شوي دي.
یو پخوانی طالب چارواکی وايي، چې د پاکستان له بنده د دوه طالب چارواکو خوشې کیدل د سولې له اوسنیو هڅو سره تړاو نلري.
کابل میشتی پخوانی طالب سید اکبر آغا د دغو دواړو طالب قومندانانو خوشې کیدل تائیدوي؛ خو وایي، چې زما په اند دا کار د خلیلزاد په وړاندیز ندی شوی. دغه کار د باور رامنځته کولو لپاره شوی او د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته کوي.
له دې مخکې پاکستان طالب مشر ملا عبدالغني برادر له اته کلن بند وروسته خوشې کړی دی.
د افغانستان د سولې عالي شورا هیله ښودلې، چې د پاکستان له بند څخه د طالب قومندانانو له خوشې کیدو سره به د سولې بهیر نور هم ګړندی او ژوندی شي.
د سولې عالی شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون ویلي: فکر کوم، چې پاکستان غواړي د افغانستان د سولې په بهیر کې همکاري وکړي او دغه کسان که د سولې له بهیر ملاتړ څرګند کړي؛ کیدی شي، چې د سولې له بهیر سره مرستندوی شي.
په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد هم سیمې ته بیا سفر کړی او په پام کې ده، چې یو ځل بیا به پاکستان، عربي متحده اماراتو او قطر ته سفر وکړي.