تازه خبرونه
پاکستان د افغانستان په خونړیو بریدونو کې لاس لري- اصغر خېل منګل
د پاکستان حکومت د ترهګرو د تجهیز له لارې د افغانستان په خونړیو بریدونو کې لاس لري.
په کابل کې له ترهګریزو بریدونو له ډېریدو او د پاکستان لخوا د تورخم او چمن د دروازو له تړل کیدو سره سم، په افغانستان کې د ننه او بهر ډېرې غصې را وپاریدلې.
په اروپا کې د افغانانو د جرګې استازي اصغر خېل منگل په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، نړیوال باید د پاکستان په وړاندې پرېکړه وکړي. که نه نو نړۍ به د ترهګرۍ له جدي ګواښ سره مخ شي.
د نوموي په وینا؛ د افغانستان د بې ثباتۍ اصلي عامل پاکستان دی؛ ځکه ، چې پاکستان غواړي د یو لاسپوځي حکومت په رامنځته کولو دا هېواد ناامنه او بې ثباته کړي.
د افغانستان د دیموکراتو حقوق پوهانو د ټولنې غړی کبیر رنجبر له افغان دولت غوښتنه کوي، چې خپل منځي اختلافونه څنډې ته او د دولت دستګاه له جاسوسانو پاکه کړي.
د نوموړي په وینا؛ سږ کال ۷۰۰ زره افغانان په زور ایستل شوي دي. دا یو ستر ناورین دی او باید دولت له پېنځمې ستنې پاک شي.
رپوټونه وایي، چې د تورخم او چمن دروازو له پرانیستلو وروسته څه نا څه ۵۵ زره افغانان خپل هېواد ته را ستانه شوي او زرګونه پاکستانیان هم خپل حکومت ته اوښتي دي.