Connect with us

تازه خبرونه

پاکستان به د لارو پر تړل کیدو سوداګر زیانمن کړي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کرنې او مالدرۍ خونې غړیو ویلي؛ د پاکستان لخوا د واګې او تورخم لارو تړل کیدل به افغان او پاکستاني سوداګر زیانمن کړي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولین وايي، پاکستان پرته له دې، چې افغان لوري ته خبر ورکړي؛ د تورخم  دروازه تړلې او د افغان سوداګرو سلګونه موتر ترکاري او نور کرنیز صادریدونکي توکي په لار کې بند پاتي دي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده ویلي؛ تېره پنجشنبه د پاکستان لخوا لومړی د واګې بندر د افغانانو پر مخ وتړل شو او اوس تورخم تړل شوی، چ دا کار د دواړو حکومتونو سوداګر بیامنوي.

نوموړي ویلي، چې افغان حکومت باید دغه ستونزه حل کړي.

د کرني او مالدارۍ وزارت مسوولینو ویلي، په روان کال کې ۲۳۱ زره متریک ټنه پیاز تولید شوي دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي ویلي؛ د هېواد په کچه مو د پیازو محصول زیات شوی او غواړو، چې صادرات يې هم متحده عربي اماراتو او هندوستان ته تر سره کړو.

د تورخم بندر د سې شنبې پرشپه د ناڅرګندو دلایلو له کبله د افغان صادراتو پر مخ وتړل شو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

تازه خبرونه

مونږ له نړۍ سره د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر بنسټ تعامل غواړو

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ویلي؛ د لوړ‌ پوړیو چارواکو سفرونه د دې څرګندويي کوي ، چې اسلامي امارت د ګاونډ او سیمې هېوادونو په ګډون له نړۍ سره د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر بنسټ تعامل غواړي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي: د شنبې پر ورځ د غبرګولي پېنځمه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزیر نورالدین عزیزي سره وکتل.

 د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې، چې تېره ورځ په ارګ کې ترسره شوې؛ نور‌الدین عزیزي د روسیې او اسلامي نړۍ په پېنځلسمه نړیواله اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره تاتارستان ته د خپل سفر راپور د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته وړاندې کړ.

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر یاد سفر د افغانستان د صادراتو او سوداګرۍ په برخه کې له ډېرو لاسته راوړنو ډک وباله او څرګندوي، چې روسي شرکتونو او بنسټونو په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا وښوده.

نوموړي زیاته کړې، په یاد سفر کې یې د اسلامي امارت ښه استازولي کړې او د غونډې ګډونوالو ته یې ډاډ ورکړ، چې افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

ویل کیږي، چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له نورالدین عزیزي څخه مننه وکړه او د نوموړي دغه سفر یې مثبت وباله.

د روسيې او اسلامي نړۍ پېنځلسمه نړيواله اقتصادي غونډه د ۸۰ هېوادونو د استازو په ګډون په تاتارستان کې تر سره شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کابل- کندهار پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له کبله ۳۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۶, ۱۴۰۳)

د زابل عامې روغتیا ریاست چارواکو ويلي؛ د کابل – کندهار پر لویه لار د یوه بس د چپه کېدو له کبله د یوې میرمنې په ګډون دوه کسان مړه شوي او ۳۷ نور ټپیان دي.

د زابل ولايت د عامي روغتيا ریيس ميرويس افغان وايي، چې دا پېښه تېره شپه (د غبرګولي پېنځمه) د دې ولايت د شهر صفا ولسوالۍ د کاريزګي په اړوند سيمه کې رامنځته سوې ده.

په ټپيانو کې ٢٦ نرينه او ١١ ښځې دي، چې د درملنې لپاره د شهر صفا ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ناقانونه مهاجرینو سره به جګړې ته ورته چلند وشي- د تهران والي مرستیال

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۶, ۱۴۰۳)

د تهران مرستیال والي مهدي باب الحوئجي ګواښ کړی، چې له غیر قانوني مهاجرینو سره به جګړې ته ورته مبارزه وشي.

باب الحوئجي د تهران د ري ښار چارواکو ته په وینا کې ویلي: ” نن په ري ښار کې له ناقانونه وګړو سره مبارزه جنګ ته ورته ده. داسې ده لکه: کله، چې زمونږ اولادونو وسله پورته کړه او لاړل او شهیدان شول.”

نوموړي زیاته کړې: ” زمونږ د کورنيو شاوخوا ماینونه کرل شوي؛ اخلاقي، ټولنيز او اقتصادي ماینونه کرل شوي دي.”

باب الحوئجي ویلي، چې په ري ښار کې ناقانونه وګړي شته او د هغوی شتون یو ګواښ دی.

هغه ويلي؛ يوازې جریمه کافي نده او چارواکي باید له خپلو نورو واکونو کار واخلي.

دې چارواکي د املاکو مشاورینو او د معاملاتو رهنماوو ته هم ګواښ وکړ، چې “غیر مجاز وګړو” ته د کورونو چمتو کولو په صورت کې به محاکمه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران حکومت هره ورځ سلګونه افغانان له قانوني اسنادو پرته خپل هېواد ته جبري راستنوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!