سیمه ییز خبرونه

پراخ اداري فساد د كورنيو توليداتو د زياتوالي مخه نيولې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د صنايعو ټولنه په ډاگه كوي، چې:

په دولت او خصوصي برخه كې پراخ اداري فساد د كورنيو توليداتو د زياتوالي مخه نيولې ده. ترهغې، چې ټول خلك د فساد پرضد مبارزه ونه كړي، د يوې او يا څو ادارو او يا محاكمو په جوړيدو د اداري فساد مخنيوى ناشونى دى.

له خصوصي متشبثينو د ملاتړ بنسټ مشر محمد نسيم وايي:

د خصوصي متشبثينو د ملاتړ بنسټ د دوشنبې په ورځ(د مرغومي۴) له دولتي او نادولتي بنسټونو سره د خبرو يوه ناسته را بللې وه ، چې په خصوصي برخه كې د فساد په وړاندې د مبارزې نوې لارې چارې ومومي.

د افغانستان د صنايعو ټولنه څرگندوي، چې:

د افغانستان حكومت نړيوالو ته پر هغې ژمنې عمل نه دى كړى، چې  د بن په دوه يمه ناسته كې يې د اداري فساد په وړاندې د جدي  مبارزې په اړه كړې وه .

د دغې ټولنې مشرجبار ساپى وايي:

د افغانستان وروسته پاتې والى په بېلابېلو برخو كې د دې ادعا  ښه دليل دى.

د دغې ناستې د گډونوالو په وينا په افغانستان كې اقتصادي مافيا بېلابېلو بنسټونو ته د بډو په وركولو سره د خصوصي سكتور د ودې مخه نيسي.

Trending

Exit mobile version