سیمه ییز خبرونه
پردولتي بنسټونو د وياندويانو محدوديتونه دې پاى ته ونه رسيږي
كه پر دولتي بنسټونو د وياندويانو محدوديتونه پاى ته ونه رسيږي؛ نو نه يوازې به د بيان ازادۍ ته زيان ورسيږي، بلكې د تېرو لس كالونو لاسته رواړنې هم زيانمنې كيږي.
د خبريالانو د حقوقو يو شمېر ملاتړي د ولسمشر حامد كرزي هغه دستور د بيان د ازادۍ خلاف بولي، چې د دولتي بنسټونو وياندويان يې د پاكستان پرخلاف له څه ويلو منع كړي دي.
په همدې حال كې يو شمېرخبريالان له دولت څخه غواړي، چې دا محدوديتونه پاى ته ورسوي.
د ولسي جرگې غړى بكتاش سياوش دا كار په افغانستان كې د بيان ازادۍ ته د زيان رسولو په موخه د اسلام آباد پټ پرگرام بولي.
د ولسي جرگې غړې ذكيه سنگين د بيان ازادي د افغان حكومت لويه لاسته رواړنه ده؛ خو داسې ښكاري، چې په دې وروستيو كې د بيان د ازادۍ د زيانمنولو كوښښونه هم راون دي.
د ولسي جرگې غړى كمان ناصر اصولي د افغان ولسمشر حامد كرزي شفايي دستور د خبريالانو د ملاتړو بنسټونو او ولسي جرگې له سخت غبرگون سره مخ بولي او وايي، چې ولسمشر د دولتي بنسټونو وياندويان د پاكستان پرضد له نظر وركولو منع كړي دي.
د افغانستان اساسي قانون د بيان ازادي د هرافغان حق بولي.
د افغانستان د خبريالانو د ملي اتحاديې رييس عبدالحميد مبارز وايي:
كوم اسناد، چې له دولت سره دي او د خپرولو وړ دي كه د دولتي بسټونو وياندويان يې رسنيو ته ورنه كړي؛ نو دا كار په ښكاره د بيان د ازادۍ له قانون څخه سرغړونه ده.
له دې وړاندې د سولې عالي شورا پاكستان ته د سفر په ترڅ كې له پاكستانيو چارواكو سره هوكړې ته رسيدلي، چې له دې وروسته به د دواړو خواوو دولتي كاركوونكي د يو بل د ملي گټو خلاف خبرې نه كوي، چې دغه هوكړه د خبريالانو د مدافع بنسټونو له خوا له سخت غبرگون سره مخ شوې ده.