سیمه ییز خبرونه
پروان ولايت ته پرمختيايي بوديجه نده وركړ شوې
د پروان والي وايي، چې:
په دغه ولايت كې د بيارغونې اتيا په سلو كې پروژې د نړيوالو مرستو پ مټ بشپړې شوې دي.
د پروان ولايتي شورا نيوكه كوي، چې:
په دغه ولايت كې د بيا رغونې په پروژو كې انډول په پام كې نه دى نيول شوى.
د هغه په و ينا:
په دغه ولايت كې د بيا رغونې پروژې په بهرنيو مرستو پلې شوي، خو د كرنې او امنيت په برخه كې ډېر كار ته اړتيا شته.
په ولسي جرگه كې د پروان ولايت استازې سامعه سادات وايي، چې:
په دغه ولايت كې د بيا رغونې كارونه د خلكو د اساسي غوښتنو له مخې تر سره شوي نه دي.
د پروان والي وايي، چې:
په دغه ولايت كې له ۴۵۰ زره زده كوونكيو څخه پېنځلس په سلو كې تر خيمو لاندې زده كړې كوي، خو د ولايتي شورا غړي بيا ادعا كوي، چې په دغه ولايت كې دېرش په سلو كې زده كوونكي د ښوونځي لپاره ودانۍ نلري او تر خيمو لاندې زده كړې كوي.
په داسې حال كې، چې ولسي جرگه او حكومت د پرمختيايي بوديجې د نه مصرفيدو له كبله له يو بل سره په ناندرۍ اوښتي، پروان والي عبدالبصير سالنگي د د ې ولايت د پرمختيايي بوديجې پر نه وركولو ټينگار څرگند كړى دى.