ساینس او ټیکنالوژي
پر امریکا، کاناډا او اروپا د تورو وریځو ننداریزه لړۍ خپره شوې
د آسمان ننداره کوونکیو د روانې اوونۍ په وروستیو کې د ځمکې پر مخ تر ټولو نایابه ځلېدونکې ورېځې د لویدیځې امریکا، اروپا او کاناډا په ځینو برخو کې لیدلي، چې ننداره یې له تېرو ۱۵ کلونو لیدل شوې نده.
میل آنلاین په ډاګه کړې؛ دغه شپه نومې وریځې په آسمان کې هغه وخت ,ځلیدلې، چې لمر تر افق لاندې حرکت وکړ.
دغه تورې وریځې، چې د شپې وریځې نومول شوي په میسوسفیر کې رامنځته کیږي، چې شاوخوا ۸۰ کیلومتره لوړوالی لري. دا وریځې د ځمکې په اتموسفیر کې ترټولو لوړې جوړیږي.
ورېځې د یخ او کنګل کرسټالونه لري، چې ماښام مهال لمر د افق لاندې روښانه څرګندیږي.
په سیاتل کې د هوا ملي خدماتو دفتر د ټولنیزو رسنیو له لارې څرګنده کړې؛ په حقیقت کې دې ته ورته بل هیڅ شی شتون نلري. دا د ناڅاپه بادونو خورا روښانه نندارې دي، چې له لسیزو وروسته لیدل کیږي.
د میل آنلاین د راپور له مخې؛ وریځې د نیلي او سپینو زرو لیکو سره ښکاري او په عمومي ډول په شمالي او سویلي نیمه کره کې د ۴۵ او ۸۰ درجو په عرض البلدونو کې لیدل کیږي.
ساینس او ټیکنالوژي
په بیجینګ کې د جي کلاس برقي مرسډیز بینز موټر مخکتنه وشوه
چین د خپلو برښنایي موټرو د تګلارې د ودې لپاره د بیجینګ په مارکیټ کې برښنایي مرسډیز بینز ته د مخکتنې زمینه برابره کړه.
د مرسیډیز ټکنالوجۍ لوی مسوول مارکوس شافر ویلي، چې دا شرکت له چاپېریال سره سم محصولات وړاندې کوي.
هغه د جي کلاس برښنایي موټرو د مخکتنې لپاره چینایي بازار غوره وګڼلو.
شافر ویلي: چین زمونږ ترټولو لوی او خورا مهم بازار دی او دوهیم دا، چې مرسیډیز پرېکړه کړې، چې په راتلونکیو کلونو کې به بشپړ برښنایي شي. دا یې یوه ننداریزه بڼه ده، چې پېرودونکیو ته د تیلي موټرو ترڅنګ جي برښنایي موټرو ته لاسرسی رامنځته کوي. مونږ ډېر خوښ یوو، چې دا پر برښنایي بڼه وړاندې کوو.
د مرسيډيز شرکت د ټکنالوژۍ ریيس ويلي؛ مرسيډيز بينز غواړي، چې د اړینو څېړنو او پرمختيايي هڅو د ترسره کولو لپاره په چين کې خپله پانګونه زياته کړي.
ساینس او ټیکنالوژي
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
د IDC څېړنیز انسټیټیوټ راپور ښیې، چې د ۲۰۲۴ ز.کال په لومړۍ ربع کې د اپل آی فون بازار د انډرایډ ګرځند له تولید سره په سیالۍ کې سوړ شو.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ د جنورۍ او مارچ په میاشت کې د نړۍ بازارونو ته ۷ اعشاریه ۸ سلنه وده وکړه، چې شمېر یې ۲۸۹ اعشاریه ۴ میلیون ته ورسېد.
د ګرځند جوړونکي شرکت (سامسونګ) د بازار ونډه ۲۰ اعشاریه ۸ راغله او په دې توګه یاد شرکت له اپل څخه له ټولو د لوی ګرځند پلورونکي مقام خپل کړ.
اپل د ۲۰۲۴ کال په تېرو درې میاشتو کې ۵۰ اعشاریه ۱ میلیون آی فونونه پلور ته وړاندې کړل، چې دا د تېر کال د ورته وخت پر پرتله ۵۵ اعشاریه ۴ میلیون کم دي. همدارنګه د ۲۰۲۳ په وروستیو دریو میاشتو کې هم چین ته د آی فون د وړاندې کولو په کچه کې ۲ اعشاریه ۱ کموالی راغلی و.
ساینس او ټیکنالوژي
د جاپان سپیس ون کایروس توغندی له توغېدو وروسته وچاودېد
د چارشنبې پر ورځ د جاپان سپیس ون کایروس کوچنی تېل سوځوونکی توغندی له توغولو لږ وروسته وچاودېد.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دغه ۱۸ مټره توغندی پر ځایي وخت ۱۱:۰۱ له توغولو لږ وروسته وچاودېد، چې لوګی او اور یې د رسنیو په انځورونو کې لیدل کیږي.
سپیس ون ویلي؛ دوی د جاپان د لویدیځ ټاپو په څنډه کې توغېدا لغو کړه او په اړه یې ارزونې هم پیل شوې دي.
د ځایي واکایاما حکومت والي شوهی کیشیموتو خبریالانو ته د سپیس ون له معلوماتو وروسته ویلي، چې یوه ستونزه د دې سیسټم د توغېدو خنډ شوې ده.
هغه په ډاګه نکړه، چې ستونزه څه ده.
کیشیموتو زیاته کړې، چې د توغندي د توغېدا مرکز ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی او اور هم مړ شوی دی.
کایروس یوه تجربه لرونکې دولتي سپوږمکۍ لېږدوله، چې کولی یې شول په لنډمهاله توګه معلوماتي او استخباراتي سپوږمکۍ په مدار کې ځای پر ځای کړي.
که څه هم جاپان په فضایي سیالیو کې نسبتا کوچنی لوبغاړی دی؛ خو د توغندیو توغولو لپاره د ارزانه وسایطو د جوړولو هڅې کوي.
-
نړۍ2 days ago
حماس او اسرائیل کولی شي په غزه کې د اوربند په اړه واټن راکم کړي – امریکا
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کارول کیږي
-
تازه خبرونه2 days ago
د سې شنبې پر ورځ خراسان او سرخ پوشان لوبډلو لوبه وګټله
-
نړۍ4 days ago
اسرائیلي ځواکونو بیت المقدس ته نږدې د الجزیرې پر رسنیز دفتر چاپه ووهله
-
تازه خبرونه2 days ago
دولتي بنسټونه د برښنا له شرکت څخه یو نیم میلیارډ افغانۍ پوروړي دي
-
تازه خبرونه4 days ago
د اسلامي همکاریو ټولنې سرمشریزې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو ټینګار څرګند کړ
-
لوبی4 days ago
ابو مسلم فراه افسي میوند فوټبال لوبډلې ته ۹ پر ۱ ماتې ورکړه
-
نړۍ4 days ago
د غزې په جګړه کې مو د مصر او قطر د اوربند وړاندیز منلی – حماس