تازه خبرونه
پر ستونزو د خبرو لپاره له هېواده وتلي خلک دې راستانه شئ – طاهر زهیر
د پخواني حکومت والي او د کابینې غړی طاهر زهیر، چې په دې وروستیو کې له شاوخوا دوه کلن وسلهوال مخالفت وروسته له اسلامي امارت سره یوځای شوی، جګړه د افغانستان د ستونزو حل لار نهګڼي او د خبرو له لارې د شته ستونزو پر حل ټینګار کوي.
هغه له چارواکو، مشرانو او نورو سیاسي څېرو غواړي چې هېواد ته راستانه شي او د هېواد په آبادۍ او پرمختګ کې ونډه واخلي.
نوموړي په سمنګان ولایت کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال له اسلامي امارت وغوښتل، چې په هېواد کې د یووالي بنسټونه پیاوړي کړي او ټولو قومونه ته د نظام په جوړښت کې ونډه ورکړي.
طاهر زهیر وايي، چې په هېواد کې جګړه د ستونزو حل لار نهده. هغه خلک، چې غواړي د افغانستان ستونزه د جګړې له لارې حل کړې؛ هېواد ته دې راستانه شي او د خبرو اترو لار دې خپله کړي.
د سمنګان ولایت سیمه ییز چارواکي او مشران له ټولو هغو کسانو او مشرانو څخه چې له هېواده وتلي دي غواړي چې خپل وطن ته راستانه شي او د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.
د سمنګان والي عبدالاحد فضلي ويلي: زموږ د هغو افغان وروڼو لپاره، چې بهر ته تللي او یا هم هغه وروڼه، چې غرونو ته پورته شوي؛ ډېر خواشینی یم. له دوی ټولو څخه زمونږ غوښتنه دا ده، چې د افغانستان د اسلامي امارت مشر ټول ولس ته عفو کړې؛ نو خپل وطن او هېواد ته راشئ، تاسې ټول مو وروڼه یاست.
د سمنګان امنیه قومندان احمدالله بدر ویلي: زما پیغام د اسلامي امارت ټولو مخالفانو ته دا دی، چې د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ د عمومي عفوې له فرمان څخه ګټه پورته کړي؛ له اسلامي امارت سره یو ځای شي او له خپل توان او قوت څخه کار واخلي او د اسلامي امارت د پياوړتيا په لار کې له مونږ سره ټول بوخت شي.
د دې ولایت د استخباراتو رییس محمد هاشم شفیق ویلي: ټولو هغو کسانو ته، چې بهر ته تللي؛ د اسلامي امارت غېږ ورته خلاصه ده، خپل هېواد خدمت ته دې راستانه شي.
طاهرزهیر ويلي، چې غواړي د یوه عادي وګړي په توګه خپل ژوند روان وساتي او په نظام کې د کار کولو نیت نهلري؛ خو اسلامي امارته دې د باور فضا رامنځته کړي، چې ټول سیاسي او ټولنیز شخصیتونه هېواد ته راستانه شي.