تازه خبرونه

پر كابل سرينا بريد د پاكستان د استخبارات كار و- مشعل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ملي امنيت مسوولين وايي:

د كابل سرينا څو كاركوونكيو د پاكستان له استخباراتي كړيو سره اړيكې درلودې. د ملي امنيت رياست وياند لطف الله مشعل وايي، چې يو پاكستاني ديپلومات له پېښې يوه ورځ وړاندې د كابل سرينا د هوتل له ځينو برخو د تصوير اخيستو هڅه هم كړې وه.

د نوموړي په وينا:

د سرينا هوتل د امنيت خوندي ساتلو چارې ۹۰ تنو ته سپارل شوي؛ خو كله، چې بريدگر ورننوځي دوى لاس په كار شوي نه دي.

ښاغلى مشعل وايي، وسلې د بريدگرو په بوټانو كې ځاى په ځاى شوې وې.

د ملي امنيت د څرگندونو له مخې طالبانو ۱۲ ځله پر دې هوتل د بريد هڅه كړې؛ خو پخپل وخت د ملي امنيت له لوري خنثى شوې دي.

د يادونې وړ ده، چې د كابل سرينا هوتل د ۱۳۹۳ل كال په شپه د بريدگرو تر بريد لاندې راغى، چې د ښځو او ماشومانو په گډون په كې ۹ تنه ووژل شول.

Trending

Exit mobile version