تازه خبرونه
پر كابل سرينا بريد د پاكستان د استخبارات كار و- مشعل
د افغانستان د ملي امنيت مسوولين وايي:
د كابل سرينا څو كاركوونكيو د پاكستان له استخباراتي كړيو سره اړيكې درلودې. د ملي امنيت رياست وياند لطف الله مشعل وايي، چې يو پاكستاني ديپلومات له پېښې يوه ورځ وړاندې د كابل سرينا د هوتل له ځينو برخو د تصوير اخيستو هڅه هم كړې وه.
د نوموړي په وينا:
د سرينا هوتل د امنيت خوندي ساتلو چارې ۹۰ تنو ته سپارل شوي؛ خو كله، چې بريدگر ورننوځي دوى لاس په كار شوي نه دي.
ښاغلى مشعل وايي، وسلې د بريدگرو په بوټانو كې ځاى په ځاى شوې وې.
د ملي امنيت د څرگندونو له مخې طالبانو ۱۲ ځله پر دې هوتل د بريد هڅه كړې؛ خو پخپل وخت د ملي امنيت له لوري خنثى شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې د كابل سرينا هوتل د ۱۳۹۳ل كال په شپه د بريدگرو تر بريد لاندې راغى، چې د ښځو او ماشومانو په گډون په كې ۹ تنه ووژل شول.
تازه خبرونه
په اسعدآباد کې ملکي مرګ او ژوبله؛ یوناما د ملکي وګړو د ژغورنې غوښتنه وکړه
یوناما خبریالانو ته لیکي؛ دا پېښه پر یوه پوهنتون برید هم رانغاړي، چې په کې ملکي وګړو ته د پام وړ مرګ او ژوبله اوښتې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي، چې د تېرې ورځې له غرمې وروسته د پاکستاني پوځیانو د بریدونو له کبله د کونړ ولایت مرکز اسعدآباد په ځینو سیمو کې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله رامنځته شوې ده.
یوناما خبریالانو ته لیکي؛ دا پېښه پر یوه پوهنتون برید هم رانغاړي، چې په کې ملکي وګړو ته د پام وړ مرګ او ژوبله اوښتې ده.
دې بنسټ ټینګار کړی، چې د نړیوالو بشردوستانه قوانینو له مخې؛ ملکي وګړي او عامه ځایونه، په ځانګړي توګه ښوونیز مرکزونه باید په هر حالت کې له بریدونو وساتل شي.
یوناما د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د دې پېښې ټپیانو ته یې د ژر روغتیا هیله کړې ده.
تازه خبرونه
روسیې له افغانستان سره د انرژۍ د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
د افغانستان برښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې؛ د دې شرکت اجرائیوي رییس عبدالحق همکار د روسیې د انرژۍ وزارت له مرستیال ولادمیر خازوف سره په لیدنه کې د انرژۍ په اړه دوهاړخیزې همکارۍ اړینې بللې دي.
د افغانستان برښنا شرکت ويلي، چې مسکو ته د دې ادارې د پلاوي په سفر کې روسي چارواکو له دې هېواد سره د برښنا په برخه کې د همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی.
د افغانستان برښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې؛ د دې شرکت اجرائیوي رییس عبدالحق همکار د روسیې د انرژۍ وزارت له مرستیال ولادمیر خازوف سره په لیدنه کې د انرژۍ په اړه دوهاړخیزې همکارۍ اړینې بللې دي.
په دې لیدنه کې روسي لوري هم د افغانستان له پلاوي هرکلی کړی او له افغانستان سره یې د انرژۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره پهخپلې ژمنتیا ټینګار کړی او دا یې د خپلو ناستو د دوامدارې اجنډا برخه بللې ده.
همدارنګه په روسیه کې د افغانستان سفیر ګل حسن حسن د برښنا د انرژۍ او تخنیکي همکاریو د اړیکو پراختیا اړینه بللې او د روسیې له همکاریو یې مننه کړې ده.
د افغانستان برښنا شرکت د څرګندونو له مخې؛ دا لیدنه د تخنیکي همکاریو د پراختیا، د پانګونې د جلبولو او په هېواد کې د برښنا د وضعیت د ښهوالي لپاره ترسره شوې ده.
تازه خبرونه
تر ۲۰۳۰ پورې د ۲۵ زره ښځینه متخصصانو کمښت؛ د یونیسف خبرداری
د دې ادارې د «په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو او د ښځو د کار بازار کې د ګډون پر وړاندې د بېعملۍ لګښت» تر سرلیک لاندې راپور کې راغلي، چې دې کړکېچ نه یوازې د ماشومانو زدهکړو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی کم کړی، بلکې د هېواد اقتصاد او د بنسټیزو خدمتونو وړاندې کول یې هم کمزوري کړي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار محدودیتونه کولی شي تر ۲۰۳۰ ز.کال پورې هېواد له ۲۵ زره څخه د زیاتو ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.
د دې ادارې د «په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو او د ښځو د کار بازار کې د ګډون پر وړاندې د بېعملۍ لګښت» تر سرلیک لاندې راپور کې راغلي، چې دې کړکېچ نه یوازې د ماشومانو زدهکړو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی کم کړی، بلکې د هېواد اقتصاد او د بنسټیزو خدمتونو وړاندې کول یې هم کمزوري کړي دي.
د دغه راپور له مخې؛ په ملکي خدمتونو کې د ښځو ونډه له ۲۱ سلنې څخه په ۲۰۲۳ ز.کال کې ۱۷.۷ سلنې ته په ۲۰۲۵ ز.کال کې راټیټه شوې ده. همدارنګه، په ۲۰۲۱ ز.کال کې د نجونو د منځنیو زدهکړو له بندیز راپدېخوا له یو میلیون څخه زیاتې نجونې له زدهکړو بېبرخې شوې دي.
د یونیسف اجرائیوي رییسې، کاټرین راسل ویلي: «افغانستان د راتلونکې نسل ښوونکو، ډاکترانو او قابلو د له لاسه ورکولو وس نهلري. د دې وضعیت دوام به اړین خدمتونه له جدي کړکېچ سره مخ کړي.»
د دې ارزونې له مخې؛ تر ۲۰۳۰ ز.کال پورې ښايي ۲۰ زره ښځینه ښوونکې او له ۵۴۰۰ څخه زیاتې ښځینه روغتیايي کارکوونکې له لاسه ووځي. دا په داسې حال کې ده، چې د لومړنیو زدهکړو په برخه کې د ښځینه ښوونکو شمېر له شاوخوا ۷۳ زره څخه په ۲۰۲۲ ز.کال کې نږدې ۶۶ زره ته په ۲۰۲۴ ز.کال کې راکم شوی دی.
یونیسف ټینګار کوي، چې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د شمېر کموالی کولی شي د ښځو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی، په ځانګړي توګه د میندو او ماشومانو په برخه کې سخت محدود کړي؛ ځکه په ډېرو برخو کې ښځې د نرینه روغتیايي کارکوونکو له خدمتونو ګټه نهشي اخیستلای.
دغه بنسټ همدارنګه خبرداری ورکړی، چې دا محدودیتونه هر کال شاوخوا ۸۴ میلیون ډالر د افغانستان اقتصاد ته زیان رسوي.
دغه راز یونیسف ویلي، چې د ماشومانو د زدهکړو ملاتړ ته به دوام ورکړي او یوازې په ۲۰۲۵ ز.کال کې له ۳.۷ میلیون څخه ډېر ماشومان له ښوونیزو مرستو برخمن شوي دي.
-
تازه خبرونه5 days agoفرضي کرښې ته نږدې ۱۲۵ پراختیایي پروژۍ پلې کیږي
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoایران امریکا ته د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او جګړې د پای ته رسولو وړاندیز وکړ- اکسیوس
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ټرمپ پرېکړې د ایران–امریکا د سولې هیلې اغېزمنې کړې
-
لوبی2 days agoافغانستان، ازبکستان او تاجکستان د غېږنیونې په نړیواله سیالۍ کې غوره مقامونه خپل کړل
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان د برښنا سکټور د ودې لپاره د روسیې پانګونې ته لېوال دی
-
نړۍ2 days agoد ډونالډ ټرمپ په شتون کې د سپینېماڼۍ د خبریالانو کلنۍ مېلمستیا د ډزو ښکار شوه
-
تازه خبرونه2 days agoد بیات پاور او افغان ګاز د تړون غځېدا؛ د کورني برښنا تولید به لس کاله نور هم دوام وکړي
-
تازه خبرونه1 day agoپه کندهار کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شول

