تازه خبرونه

پر ننګرهار زندان د ډله ییز برید له کبله د سلګونه تښتیدليو بندیانو یو شمېر بېرته نیول شوي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۳, ۱۳۹۹)

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د دې ولایت پر مرکزي محبس د داعش جنګیالیو د برید پر مهال د سلګونه  تښتیدليو بندیانو یو شمېر بېرته نیول شوي دي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ويلي؛ د برید له کبله د تښتېدلیو زندانیانو شمېر خورا مهم دی؛ خو تر دې دمه کره شوی ندی.

نوموړي زیاته کړې، تراوسه ۷۰۰ تښتیدلي زندانیان، د امنیتي ځواکونو له خوا بېرته نیول شوي او خوندي ځایونو ته لیږدول شوي دي.

یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودلو پر شرط آریانانیوز ته ویلي، چې سلګونه زندانیان پر تېښته بریالي شوي، چې په کې وسله وال طالبان، د دعش اړوند جنګیالي، انسان تښتوونکي او نور جنايي بندیان شته.

ویل کیږي، چې د جګړې د پیل پر مهال ۱۷۰۰ بندیان په زندان کې دننه ول، چې یو شمېر یې د داعش غړي وه.

د جګړې په بهیر کې سلګونه بندیان بریالي شول، چې وتښتي؛ خو امنیتي ځواکونو یو شمېر بېرته ونیول.

له محبس څخه راوتلی اسلام الدین نومي آریانانیوز ته ویلي؛ شپږ بریدګر، چې پر سرونو یې تورې ټوټې تړلې وې او ژوندی دې وي اسلامي خلافت چغې یې وهلې؛ زندان ته را د ننه شول.

تښتیدلي بندي دا هم ویلي، چې بریدګرو د امنیتي ځواکونو لباس اغوستی و او زندانیانو ته یې ویل، ژر له زندان څخه ووځي کنې وبه وژل شئ.

داعش د دې برید مسوولیت پرغاړه اخیستی او څرګندوي، چې د برید له کبله د دوی یو شمېر کسان پر تېښته بریالي شوي دي.

د محبس د ننه یو شمېر بند پاتې زندانیان وايي، بریدګر پر اردو ژبه خبرې کوي او ښه مجهز دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ظاهرعادل ويلي؛ د ښار په روغتونو کې بېړنی حالت اعلان شوی.

هغه وايي، تراوسه ورته ۵۰ ټپیان وروړل شوي، چې د ۱۳ هغو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی. په قربانیانو کې امنیتي سرتېري، زندانیان او ملکي وګړي شته او  ځېنې کسان په کورونو کې هم ژوبل شوي.

د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ پرون مازیګر شاوخوا ۶:۴۵ وسلوالو بریدګرو د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار د محبس په ور کې یو موتر بم چاودنه کړې او بیا له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکېل شوي دي.

دفاع وزارت نن ماښاو څرګنده کړې، چې برید له څه ناڅه ۲۰ ګړیو وروسته د بریدګرو په وژل کیدو پای ته رسیدلی، چې په کې ۳۰ کسام وژل شوي او ۵۰ ټپیان دي.

د یادونې ده، چې دغه برید اوړمه ورځ جلال آباد ښار ته نږدې د ملي امنیت د ځانګړیو ځواکونو په عملیاتو کې د داعش د یوه استخباراتي مشر اسدالله اورکزي له وژل کیدو یوه ورځ ورسته رامنځته شوی او نن له غرمې وروسته د بریدګرو په وژل کیدو پای ته رسیدلی دی.

Trending

Exit mobile version