تازه خبرونه
پر ونزویلا د امریکا په برید کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي
له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې عملیاتو د تلفاتو په اړه ویلي وه، چې هیڅ امریکایي سرتېری ندی وژل شوی.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ونزویلا د یوه لوړپوړي چارواکي د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې پر ونزویلا د امریکا په برید کې لږ تر لږه ۴۰ کسان، چې په کې پوځي او ملکي وګړي شامل دي؛ وژل شوي دي.
له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې عملیاتو د تلفاتو په اړه ویلي وه، چې هیڅ امریکایي سرتېری ندی وژل شوی.
امریکایي چارواکو ویلي، چې په دې برید کې شاوخوا شپږ امریکایي سرتېري ټپیان شوي دي.
د امریکا د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز، جنرال ډن کین ویلي: هغه امریکایي چورلکې، چې د ولسمشر نیکولاس ماډورو او د هغه د مېرمنې د لېږد لپاره په حرکت کې وې؛ یوه تر برید لاندې راغله، خو نسکوره نشوه.