نړۍ

پر وینزویلا د امریکا بریدونو نړیوال غبرګونونه راوپارول

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون ویلي: « راتلونکی بدلون باید سوله‌ییز، ډیموکراټیک او د ونزویلا د خلکو د ارادې درناوی کوونکی وي. او هیله یې څرګنده کړې؛ منتخب ولسمشر اډمونډو ګونزالیز اوروټیا به وکولی شي، چې دا بهیر چټک پرمخ بوځي.

Published

on

د شنبې پر ورځ پر وینزویلا د امریکا له پوځي بریدونو وروسته د دغو عملیاتو په اړه پراخ نړیوال غبرګونونه اعلان شول. د بېلابېلو هېوادونو مشرانو او چارواکو د دې عمل د پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د نړیوال قانون او د هېوادونو د حاکمیت پر درناوی یې ټینګار کړی دی.

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون ویلي: « راتلونکی بدلون باید سوله‌ییز، ډیموکراټیک او د ونزویلا د خلکو د ارادې درناوی کوونکی وي. او هیله یې څرګنده کړې؛ منتخب ولسمشر اډمونډو ګونزالیز اوروټیا به وکولی شي، چې دا بهیر چټک پرمخ بوځي.

د جرمني چانسلر فریدریش مرز ویلي: د عملیاتو قانوني ارزونه پېچلې ده او “مونږ به وخت ولرو، چې دا پر پوره پاملرنه  وارزوو.”

هغه د نړیوال قانون د اصولو درناوی او مشروع حکومت ته د لېږد ډاډ ورکولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د اسپانیه لومړي وزیر پډرو سانچیز ویلي: اسپانیه د ماډورو رژیم پر رسمیت نه‌پېژني؛ هغه پوځي لاسوهنه هم نه مني، چې له نړیوال قانون څخه سرغړونه وي او خبرداری ورکوي، چې دا ډول کړنې کولی شي سیمه بې ثباته کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرش ویلي: « دا بدلونونه یو خطرناک بېلګه رامنځته کوي.” هغه د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون د نړیوال قانون د بشپړ درناوي پر اړتیا ټینګار وکړ.

د نورو هېوادونو غبرګون:

چین: “د یو خپلواک دولت او د هغه د ولسمشر پر وړاندې د زور او ځواک کارول د منلو وړ ندي.”

روسیه: “د امریکا عملیات پوځي عمل او یرغل دی، چې غندل کیږي.”

کاناډا، مکسیکو، یوراګوای او لاتینې امریکا هېوادونو: د نړیوال قانون او ډیموکراټیک لېږد د درناوي غوښتنه وکړه.

بریټانیا، جرمني، ډنمارک، جاپان او اروپايي اتحادیې: د زغم، ډیپلوماسۍ، بشري حقونو او نړیوالو قانوني اصولو د درناوي پر اړتیا ټینګار وکړ.

ځینو رهبرانود نتنیاهو او خاویر میلیی په ګډون د امریکا دا اقدام تاریخي او زړور وباله او دا یې د آزادۍ او عدالت د ملاتړ په توګه بیان کړ. په داسې حال کې، چې نورو هېوادونو ایران، ونزویلا، چین او روسیې، دا عملیات له ملي حاکمیت او نړیوال قانون سرغړونه وبلله او د هغې د سمدستي بندېدو غوښتنه وکړه.

دا نړیوال پرمختګونه د ډیپلوماسۍ اهمیت، د هېوادونو د حاکمیت درناوی او په نړیواله کچه د نړیوال قانون اهمیت ښیي او د دوی پایلې به په راتلونکو ورځو کې د پام وړ وي.

Trending

Exit mobile version