تازه خبرونه

پلاستیکي کثافات د افغانستان لرې پرتو درو ته وړل کیږي – یوناما

د چارشنبې پر ورځ (د غبرګولي څوارلسمه) د چاپېریال د نړیوالې ورځې په مناسبت په فیسبوک پاڼه کې لیکلي؛ یوناما د چاپېریال ساتنې او د یوځل کارول شويو پلاستیکونو بندولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي، چې حتی د هېواد لرې پرتو درو ته هم پلاستیکي کثافات تدریجي ننوځي.

د چارشنبې پر ورځ (د غبرګولي څوارلسمه) د چاپېریال د نړیوالې ورځې په مناسبت په فیسبوک پاڼه کې لیکلي؛ یوناما د چاپېریال ساتنې او د یوځل کارول شويو پلاستیکونو بندولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

نن پنجشنبه (د غبرګولي پېنخلسمه) د چاپېریال له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

د ملګرو ملتونو ویب پاڼه دا هم وايي، چې هر کال په ټوله نړۍ کې له ۴۰۰ میلیون ټنو څخه ډېر پلاستیک تولید کیږي، چې نیمایي یې د یوځل کارولو لپاره جوړ شوي دي.

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ اټکل کیږي، چې هر کال د پلاستیک شاوخوا ۱۱ میلیون ټنه جهيلونو، سیندونو او سمندرونو ته اچول کیږي.

Trending

Exit mobile version