لوبی
په آسیایي پارالمپیک سیالیو کې د افغانستان د معلولینو باسکتبال ملي لوبډلې دوهیم مقام خپل کړ
د افغانستان د معلولینو باسکتبال ملي لوبډلې د اړوند لوبو په سیالیو کې له څلور بریاوو او یوې ماتې سره دوهیم مقام خپل او په چین کې یې د پارا آسیایي جام سیالیو ته لار پیدا کړه.
د شنبې پر ورځ ( د غویی ۲۳ ) د افغانستان لوبډلې په وروستۍ لوبه کې د کویت لوبډلې ته د ۵۸ – ۵۶ پر توپیر ماتې ورکړه او په دې سیالیو کې یې د ۶ ګډون کوونکیو لوبډلو تر منځ دوهیم مقام خپل کړ.
له دې مخکې افغانستان د فلپین، هانګ کانګ، عربي متحده اماراتو او چینايي تایپي لوبډلو ته ماتې ورکړې وې؛ خو د کویت لوبډلې ته یې ماته ومنله.
له دې پایلې سره د کویت، افغانستان او فلیپین لوبډلو په چین کې پارا آسیایي سیالیو ته لار ومندله.
دغه سيالۍ به د اکتوبر له دوهویشتمې نېټې څخه تر اته ویشتمې پورې د چين د هانګژو ښار پر کوربتوب تر سره شي. په دې سيالیو کې د ويلچير باسکتبال په ګډون د معيوبينو اړوند ٢٢ لوبې شته دي.
په پام کې ده، چې د هانګژو پارا آسيايي لوبې د روان کال په اکتوبر کې د چين د ولسمشر شي جين پينګ لخوا پرانيستل شي؛ خو لهدې مخکې به آسيايي لوبې د سپتمبر له درویشتمې نېټې څخه د اکتوبر تر اتمې نېټې پورې په هانګژو کې تر سره شي، چې د چين ولسمشر یې پرانسته کوي.
لوبی
په کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.
لوبی
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.
د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.
لوبی
افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه
بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابتها از افغانستان نمایندگی کنند.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزهوهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.
دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.
افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.
-
تازه خبرونه2 days agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه19 hours agoبرلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني
-
نړۍ2 days agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه2 days agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ1 day agoپه کولمبیا کې د پوځي الوتکې غورځېدا له کبله ۶۶ کسان مړه شوي او ۴ نور ورک دي
-
لوبی3 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
