سیمه ییز خبرونه

په اساسي قانون كې بدلون راوستل د افغانستان د خلكو دنده ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د فرانسې په ناسته كې د وسله والو طالبانو او حزب اسلامي غوښتنې رد كړې.

په اوسنې نظام او اساسي قانون كې بدلون راوستل هغه شرط دى، چې وسله والو طالبانو او د گلبدين حكمتيار په مشرۍ حزب اسلامي يې د سولې په خبرو كې د گډون په موخه وړاندې كړي دي.

حزب اسلامي په دې باور دى، چې اوسنى نظام او اساسي قانون د بهرنيانو له خوا جوړ شوى دى.

په همدې حال كې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي:

د ټولو ډلو او حزبونو دنده دا ده، چې د اوسنې نظام په چوكاټ كې فعاليت وكړي او د نظام بدلون يوازې يو خوب او خيال دى.

وسله والو طالبانو هم د فرانسې په ناسته كې په اساسي قانون كې د بدلون او له اوسنې نظام سره د خبرو نه كولو شرط وړاندې كړى دى.

كه څه هم افغان دولت تر اوسه هم په دې باور دى، چې دا ډول ناسته به وروسته د سولې له بهير سره مرسته وكړي، خو ټينگار كوي، چې په اساسي قانون كې د بدلون راوستل د ډلو او حزبونو مسئوليت نه دى بلكې د افغانستان د خلكو دنده ده.

د پاكستان له خوا د سولې خبرو ته د وسله والو طالبانو د مشرانو چمتو كول بله هغه موضوع ده، چې تل په ملي او نړيوالو سياسي غونډو كې پرې بحث كېږي.

په همدې وخت كې د پاكستان د پوځ لوى درستيز اشفاق پروېز كېاني ويلي، چې دوى به هڅه وكړي تر څو د افغانستان د سولې بهير له پياوړتيا سره مرسته وكړي.

نوموړي زياته كړه، چې د يو ملت په شان مونږ هم په ټاكونكو مراحلو كې يو، مونږ تېرې تېروتنې په دقيق ډول مطالعه كوو او كوښښ كوو، چې د راتلونكې  لپاره يوه ښه لاره پېدا كړو.

دا په داسې حال كې ده، چې د پاكستان خاوره د ترهگرۍ اصلې زاله بلل كېږي او له ترهگرۍ څخه د پاكستان د ملاتړ دوام هم تل له نيوكو سره مخ شوې دى، خو په دې ورستيو كې د پاكستان په سياست كې د نرمښت راتلو افغان دولت يو څه هيله من كړى دى.

Trending

Exit mobile version