تازه خبرونه
په اسعدآباد کې ملکي مرګ او ژوبله؛ یوناما د ملکي وګړو د ژغورنې غوښتنه وکړه
یوناما خبریالانو ته لیکي؛ دا پېښه پر یوه پوهنتون برید هم رانغاړي، چې په کې ملکي وګړو ته د پام وړ مرګ او ژوبله اوښتې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي، چې د تېرې ورځې له غرمې وروسته د پاکستاني پوځیانو د بریدونو له کبله د کونړ ولایت مرکز اسعدآباد په ځینو سیمو کې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله رامنځته شوې ده.
یوناما خبریالانو ته لیکي؛ دا پېښه پر یوه پوهنتون برید هم رانغاړي، چې په کې ملکي وګړو ته د پام وړ مرګ او ژوبله اوښتې ده.
دې بنسټ ټینګار کړی، چې د نړیوالو بشردوستانه قوانینو له مخې؛ ملکي وګړي او عامه ځایونه، په ځانګړي توګه ښوونیز مرکزونه باید په هر حالت کې له بریدونو وساتل شي.
یوناما د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د دې پېښې ټپیانو ته یې د ژر روغتیا هیله کړې ده.