Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان، عراق او پاکستان کې له جګړو لږ تر لږه ۵۰۰ زره کسان وژل شوي – راپور

خپور شوی

د

په هغو ۷۶ هېوادونو کې، چې امریکا له ترهګرۍ سره مبارزه کوي؛ لږ تر لږه د درې هېوادونو (عراق، افغانستان او پاکستان) خلک ډېر وژل شوي دي.

سره له دې، چې له افغانستان څخه د امریکا پر مشرۍ د نړۍ د یو شمېر هېوادونو د ځواکونه له وتلو یو کال پوره کیږي؛ د براون پوهنتون د جګړې پروژې د لګښتونو راپور ښیي، چې څومره وژونکي وه.

دا راپور په ډاګه کوي، چې د سپتمبر له نهمې وروسته د امریکا په مشرۍ په جګړه کې د دغو درې هېوادونو څومره خلک وژل شوي دي.

دغه راپور په افغانستان او پاکستان کې د ۲۰۰۱  له اکتوبر څخه  ۲۰۱۸ تر اکتوبر پورې او په عراق کې د ۲۰۰۳ کال له مارچه د ۲۰۲۱ کال تر سپتمبر پورې د مرګ و ژوبلې په اړه معلومات وړاندې کوي.

د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر میاشت کې امریکا د القاعدې او طالبانو د ماتولو په موخه پر افغانستان یرغل وکړ او ۲۰ کاله وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۳۰ نېټه یې د شپې په تورتم کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو او همکارانو د ایستلو یوه ګډوډي بشپړه کړه او د افغانستان اسلامي امارت بېرته په بشپړ ډول په کابل کې واکمن شو.

د ۲۰۰۳ کال په مارچ میاشت کې امریکا پر عراق برید وکړ او د صدام حسین رژیم یې په دې پلمه ړنګ کړ، چې دغه رژیم د ډله ییزې ویجاړۍ په ځانګړي توګه اټومي وسلې لري.

د امریکا ځواکونو راپور ورکړ، چې امریکا په ۲۰۱۱ کې ووتل او په دې هېواد کې یې د داعش د ودې او د امریکایي سرتېرو د بیا ځای پرځای کولو لپاره لار اواره کړه.

پاکستان لږ څه مبهم دی. د سپتمبر له یوولسمې راپدیخوا امریکا په پاکستان کې د بې پیلوته الوتکې سلګونه بریدونه کړي او دغه هېواد یې د پوځي اډې په توګه کارولی؛ خو اسلام آباد ترهګرو ته پر پټنځایو ورکولو هم تورن شوی دی.

د جګړې په ډګرونو کې د لګښتونو راپور ښیي، چې د مړینې حقیقي شمېر د جګړې په سیمو کې د مړینې د مستندولو د محدودیتونو کچه ټېټه ده.

په راپور کې راغلي: د بېلګې په توګه ښايي لسګونه زره ملکي وګړي له داعش څخه د موصل او نورو ښارونو په بېرته نیولو کې وژل شوي وي؛ خو احتمالاً د هغوی جسدونه موندل شوي ندي.

دوی د دې یادونه هم کوي، چې د مړینې شمېر یوازې مستقیمې مړینې دي، نه نامستقیمې مړینې. لکه خوراکي توکو، اوبو، روغتیایي تاسیساتو، برښنا یا د نورو زیربناوو له لاسه ورکول.

لاندې هغه څه دي، چې دوی موندلي دي:

۶۹۵۱ امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

په عراق کې: ۴۵۵۰ کسان وژل شوي دي.

په افغانستان کې: ۲۴۰۱ کسان وژل شوي دي.

په پاکستان کې: ۰ وژل شوي دي.

د جګړې لګښت راپور یادونه کوي، چې د دفاع وزارت ۲۱ ملکي تلفات هم درلودل، چې شپږ یې په افغانستان او ۱۵ یې په عراق کې دي.

د امریکا ۷۹۲۰ قراردادیان وژل شوي دي.

په عراق کې : ۳۷۹۳ کسان وژل شوي.

په افغانستان کې: ۳۹۳۷ کسان وژل شوي.

په پاکستان کې: ۹۰ کسان وژل شوي.

۱۰۹۱۵۴ د ملي اردو او پولیس وژل شوي.

په عراق کې: ۴۱۷۲۶ کسان وژل شوي.

په افغانستان کې: ۵۸۵۹۶ کسان وژل شوي.

په پاکستان کې: ۸۸۳۲ کسان وژل شوي.

د امریکا د متحدینو ۱۴۶۴ سرتېري وژل شوي.

په عراق کې: ۳۲۳ کسان وژل شوي.

په افغانستان کې: ۱۱۴۱ کسان وژل شوي.

په پاکستان کې: ۰ وژل شوي.

۲۴۴۱۲۴ – ۲۶۶۴۲۷ ملکيان وژل شوي.

په عراق کې: ۱۸۲۲۷۲ – ۲۰۴۵۷۵ وژل شوي.

په افغانستان کې: ۳۸۴۸۰ کسان وژل شوي.

پاکستان: ۲۳۳۷۲ کسان وژل شوي.

۱۰۹۳۹۶- ۱۱۴۴۷۱مخالف جنګیالي وژل شوي.

په عراق کې: ۳۴۸۰۶ – ۳۹۸۸۱ کسان وژل شوي.

په افغانستان کې: ۴۲۱۰۰ کسان وژل شوي.

په پاکستان کې: ۳۲۴۹۰ کسان وژل شوي شوي.

۳۶۲ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي.

په عراق کې: ۲۴۵ کسان وژل شوي.

په افغانستان کې: ۵۴ خبریالان وژل شوي.

په پاکستان کې: ۶۳ خبریالان وژل شوي.

۵۶۶ د بشردوستانه او نادولتي موسسو کارکونکي وژل شوي.

په عراق کې: ۶۲ د نادولتي بنسټونو کارکوونکي وژل شوي.

په افغانستان کې: ۴۰۹ د نادولتي بنسټونو کارکوونکي وژل شوي.

په پاکستان کې: ۹۵ د نادولتي بنسټونو کارکوونکي وژل شوي.

۴۷۹۹۵۸ ـ ۵۰۷۲۳۶ ټول وژل شوي کسان.

په عراق کې: ۲۶۷۷۹۲- ۲۹۵۱۷۰ کسان وژل شوي.

په افغانستان کې: ۱۴۷۱۲۴ کسان وژل شوي.

په پاکستان کې: ۶۴۹۴۲ کسان وژل شوي.

۵۶۶  بشردوستانه او د نادولتي بنسټونو کارکوونکي وژل شوي.

په عراق کې: ۶۲ کسان وژل شوي.

په افغانستان کې: ۴۰۹ کسان وژل شوي دي.

په پاکستان کې: ۹۵ وژل شوي.

تازه خبرونه

کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

Published

on

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.

همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.

ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د شمالي سالنګ د شاوال په اړوند سیمه کې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی بس له سړک ووت؛ ۵ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپیان دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

حق‌شناس زیاته کړې، چې د واورې او توپاني هوا له کبله د سالنګونو لویه لار تر بلې خبرتیا پورې به تړلې وي.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

عبدالمتین قانع وایي: د اور‌لګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.

ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اور‌لګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!