لوبی
په افغانستان فوټسال لیګ کې امید له آریا فورج لوبه وګټله؛ نورزاد او پیروزي پنجشېر مساوي شول
نن، جمعه، په اووهشپېتمه لوبه کې، د نورزاد لوبډلې او پیروزي پنجشېر لوبډلې ترمنځ لوبه ۵-۵ مساوي شوه.
د افغانستان فوټسال غوره لیګ د څلورم پړاو په شپږشپېتمه لوبه کې امید فوټسال لوبډلې آریا فورج افسي ته ۴ پر ۳ ماتې ورکړه.
نن، جمعه، په اووهشپېتمه لوبه کې، د نورزاد لوبډلې او پیروزي پنجشېر لوبډلې ترمنځ لوبه ۵-۵ مساوي شوه.
د راتلونکې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ په اتهشپېتمه لوبه کې به زیتون افسي او ظاهر اسد لوبډلې به سیالي وکړي.
په نهشپېتمه لوبه کې به صداقت فوټسال لوبډله له اتحاد افسي سره مخ شي.
په ټول هېواد کې د فوټسال مینهوال کولی شي د دې لیګ د څلورم پړاو د دوهیمې نیمایي پیل پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه په آریانا ټلویزیون ATN کې وګوري.
لوبی
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.
د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.
لوبی
افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه
بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابتها از افغانستان نمایندگی کنند.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزهوهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.
دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.
افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.
لوبی
د افغانستان او سریلانکا کرکټ سیالیو لړۍ د منځني ختیځ د جګړې له کبله وځنډول شوه
د لوبو دا لړۍ؛ درې ۲۰ آووریزې او درې ۵۰ آووریزې لوبې دي، چې په ترتیب په شارجه او دبي نړیوال لوبغالو کې ترسره کېدې.
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د سریلانکا پر وړاندې د افغان کرکټ لوبډلې د سیالیو لړۍ، چې ټاکل شوې وه د ۲۰۲۶ ز.کال د کب پر دوهویشتمه / د مارچ پر دیارلسمه په متحده عربي اماراتو کې پېل شي؛ د منځني ختیځ د جګړې له کبله د روان کال تر وروستۍ ربعې وځنډول شوه.
د لوبو دا لړۍ؛ درې ۲۰ آووریزې او درې ۵۰ آووریزې لوبې دي، چې په ترتیب په شارجه او دبي نړیوال لوبغالو کې ترسره کېدې.
د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، چې لوبډلو او مسوولانو بشپړ چمتوالی درلود؛ خو د وروستیو پېښو له کبله د سیالیو دا لړۍ نه ترسره کیږي.
د خبرپاڼې له مخې؛ دا لوبې به په متحده عربي اماراتو کې روان کال ترسره شي، چې نېټې به یې وروسته اعلان شي.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د کابل له خونړي برید وروسته پاکستان ته «غاښ ماتوونکي» غبرګون څرګند کړ
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې هوایي بریدونو د ملکي تلفاتو کچه لوړه کړې – د پاکستان ډیموکراټیک غورځنګ
-
لوبی3 days agoد افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد م.م د امنیت شورا د بندیزونو نوملړ بیا خپرول له فردي حقونو سرغړونه ده -ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه4 days agoهند د روږدو پر روغتون د هوایي برید د عاملانو د مسوول ګڼلو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
تازه خبرونه5 days agoد امریکا په بند کې د افغان پناهغوښتونکي د مړینې رڼه څېړنه وغوښتل شوه
