سیمه ییز خبرونه

په افغانستان كې د زيږون پرمهال د ماشومانو د مړينې كچه را ټيټه شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د عامې روغتيا وزارت د شمېرنې له مخې لس كاله وړاندې له څلورهغو ماشومانو څخه، چې نړۍ ته به راتلل؛ يو يې له پېنځه كلنۍ وړاندې ژوند له لاسه وركاوه، خو اوس له لس ماشومانو څخه يوازې يو ماشوم ژوند له لاسه وركوي.

په افغانستان كې د ماشومانو د مړينې اصلي لامل نس ناستى، شرى، سينه بغل او تنفسي ستونزې بلل كيږي او سږكال هم دغو ناروغيو د يو زر و څلور سوه ماشومانو ژوند اخيستى دى.

كابل د شنبې په ورځ(د ليندۍ۱۱) د ماشوم د درملنې د نړيوالې ناستې كوربه و، چې شاوخوا درې سوه طبي څېړونكيو او طبي محصلينو په كې برخه اخيستې وه.

د دغې ناستې موخه دا وه، چې د جراحۍ پرمهال څه ډول د ماشومانو له مړينې مخنيوى وشي.

د عامې روغتيا وزيره ثريا دليل وايي، چې:

په افغانستان كې د تېرې يوې لسيزې په اوږدو كې د ماشومانو د مړينې په كچه كې د پام وړ ټيټوالى راغلى دى.

په افغانستان كې د ماشومانو د مړينې اصلي لامل د شري، نس ناستي او سينه بغل په ناروغيو د ماشومانو اخته كيدل گڼل كيږي؛ خو د عامې روغتيا وزارت بيا د تنفسي ستونزو په ناروغۍ د ډېرو خلكو د اخته كيدو له كبله اندېښنه لري.

په روان كال كې دوه سوه نهه شپېته زره تنه، چې ډېري يې ماشومان دي؛ په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د فرانسويانو د روغتون رييس عزيز احمدجان وايي:

د عامې روغتيا وزارت په تېره لسيزه كې د پام وړ كار كړى، خو اوس هم اړتيا ده، چې د روغتيايي خدمتونوپه وړاندې كولو كې ډېر نور كار هم تر سره شي.

د دغې ناستې په څنډه كې د افغانستان د عامې روغتيا او د فرانسويانو د انستيتوت ترمنځ د افغان داكترانو د تخصص موندنې په اړه يو هوكړه ليك هم لاسليك شو.

Trending

Exit mobile version