سیمه ییز خبرونه
په افغانستان كې د سولې بهير بايد يوازې د سولې د عالي شورا له لارې ترسره شي
افغان ولسمشسر د دو شنبې په ورځ كابل كې وويل، چې د سولې د مذاكرې په نامه يې د بهرنيانو دسيسه شنډه كړې ده، نوموړي دغه راز له طالبانو او سياستوالو وغوښتل، چې بهرنيان يې تېرنه باسي او په انفرادي ډول د مذاكراتو له سرته رسولو ډډه وكړي.
ولسمشر حامد كرزي اعلام وكړ، چې د سولې مذاكرې بايد يوازې او يوازې د سولې د عالي شورا له لارې ترسره شي.
هغه وويل، چې له طالبانو سره د مذاكرې په نامه يې د بهرنيانو دسيسه شنډه كړې ده.
حامد كرزي د افغانستان د اوبو سرچينو د مديريت او پراختيا په درېيم ملي كنفرانس كې د دوشنبې په ورځ ( د سلواغې ۹ ) وويل:
بهرنيان په هېواد كې له ځينو سياستوالو سره ژمنه كوي، چې له طالبانو سره به يې د خبرو مېز ته كينوي او طالبانو ته وايي، د سولې له عالي شورا سره بايد خبرې ونه كړي.
هغه طالبانو او سياستوالو ته په خطاب كې وويل، چې تېر نه وزي او د سولې خبرې بايد د سولې د عالي شورا له لارې پرمخ يوسي.
نوموړي هغه طالبانو ته، چې دى وايي، د بهرنيانو د لاس آله نه دي وويل، چې د سولې انفرادي خبرې يوه توطيه ده او موخه يې د افغانستان كمزورتيا ده.
ولسمشر كرزي همدارنگه زياته كړه، چې د سولې عالي شورا د افغانستان د خلكو په استازيتوب د سولې په خبرو كې برخه اخلي او سياستوال هم بايد په دې خبرو كې برخه واخلي، خو د سولې د هرډول انفرادي كوښښ پاېله به ستونزې او نامعلومه راتلونكې وي.
ولسمشر كرزي په ډاگه كړه، چې امريكا ته په وروستي سفر كې امريكايانو ټينگار كړى، چې له ۲۰۱۴ م كال وروسته له طالبانو سره جگړه نه كوي او افغانستان د دې هركلى وكړ او په ډاگه يې كړه، چې افغانستان څو كاله مخكې دا ډول غوښتنه درلوده، خو اوس، چې د سولې خبرې پېلېږي، يوازې بايد د سولې د عالي شورا له لارې ترسره شي.
په واشنگټن كې د افغانستان او امريكا په وروستيو خبرو كې د قطر د دفتر په اړه موافقه وشوه او افغانستان هم ټينگار وكړ، چې په مذاكره كې بايد د طالبانو اصلي استازي گډون وكړي.