سیمه ییز خبرونه
په افغانستان كې شپېته سلنه وگړي روغتيايي خدمتونو ته لاس رسى نه لري
په هېواد كې د سټنډرډو لابراتوارونو او دقيق تشخيص نه شتون د دې لامل دى چې ډېرى ناروغان د درملنې لپاره له هېواده بهر ولاړ شي.
په هېواد كې د درملنې د خدمتونو ټيټوالۍ هغه يوه ستونزه ده، چې تل يې په باب نيوكې شوې دي.
افغان حكومت هڅه كوي، چې د طبابت د اخلاقو د پورته كولو د لومړي ملي كنفرانس په مرسته داسې لارې چارې ولټوي تر څو په هېواد كې د روغتيايي خدمتونو كچه لوړه شي.
افغان ولسمشر حامد كرزى د درملني په موخه بهر ته دافغان ناروغانو د تلو لامل په هېواد كې د روغتيايي خدمتونو د كچې ټيټوالۍ بولي.
ښاغلى كرزى وايي:
په روغتونونو كې د ډاكترانو له خوا د روغتيايي اخلاقو رعايت د د طبابت د اخلاقو اصلي برخه ده او زياتوي، چې اوس هم افغانستان د ساينس او طبابت په برخه كې وروسته پاتى هېواد دى.
ولسمشر همدا راز زياتوي، چې امنيتي او حكومتى چارواكي نه بايد په روغتونونو كې د درملنې لپاره له خپلو دندو څخه ناوړه گټه پورته كړي.
بل خوا د ولسي جرگې رئيس عبدالروف ابراهيمي وايي:
د ډاكترانو اقتصادي او ټولنيزې غوښتنې بايد د نارغانو په درملنه اغېز ونه لري.
روغتيايي خدمتونو ته لاس رسى د افغانستان د وگړو اساسي اړتيا بلل كېږي، كه څه هم د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي مركزونو د زياتوالي او د مور او ماشوم د مړينې د كچې له ټيټوالي خبر وركوي، خو اوس هم د افغانستان په كليو او ښارونو كې شپېته سلنه وگړي روغتيايي خدمتونو ته لاس رسى نه لري.