سیمه ییز خبرونه
په افغانستان كې څه نا څه ۱۲۵۰۰۰۰ جريبه دولتي ځمكه غصب شوې
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د ولسي جرگې د دولت پر كړنلاره د څارنې كميسيون وايي:
يوازې په كابل كې د ځمكې د مافيا له خوا اووه څلويښت زره جريبه دولتي ځمكه غصب شوې ده . پاتې پېنځه سوه نهه نوي جريبه ځمكه په نورو شپږ ولايتونو كې غصب شوې ده.
د دغه كميسيون غړى صالح محمد سلجوقي وايي:
په افغانستان كې د دولتي ځمكو غصب په جدي ننگونو بدل شوى دى.
د ولسي جرگې رييس عبدالروف ابراهيم وايي:
د افغانستان قوانين د ځمكو غاصبين مجرم نه بولي؛ نو، ځكه يې د نومونو له اخيستو ډډه كيږي.
دې ستونزې د ولسې جرگې د يو شمېر غړيو دا غبرگون راپورته كړ، چې ياد كميسيون په افغانستان كې د ځمكې د غاصبينو نومونه نه ښكاره كوي.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو يوولس كلونو كې د يو شمېر جرمونو بېلابېلې بڼې او مجرمين بخښل شوي، چې په دې اړه د چارواكو له نه پاملرنې حكومت ننگولى او خلك له ستونزو سره مخ دي.