سیمه ییز خبرونه
په افغانستان كې ښځه د ميړه له ميراثه بې برخې ده
د يوې ښځې لپاره د ميړه مړينه يوازې د غم او خواشينۍ لامل نه، بلكې د ميړه له مړينې وروسته د هغې ځينې خپلوان هم د ښځو له ځينو حقونو سرغړونه كوي.
د ښځو چارووزارت په افغانستان كې ښځو ته د ميراث په نه وركولو انديښنه ښيي او وايي:
ځينې ناوړه دودونه د ښځو د حقونو مخه نيسي.
دغه وزارت وايي:
په هېواد كې يې د ښځو د حقونو د ترلاسه كولو په موخه جدي مبارزه پيل كړې ده .
د ميړه مړينه ښايي د يوې ښځې لپاره ترټولو ترخه خاطره وي، خو په افغانستان كې پردې سربېره د ميړه له مړينې وروسته ډېرې ښځې له ميراث څخه، چې د هغوى مسلم حق دى بې برخې كيږي.
د ښځو چارو وزيره حسن بانوغضنفروايي:
د خلكو نه پوهاوى، اقتصادي كمزورتيا او د ښځو بېسوادي د دې لامل شوې، چې ښځې نه شي كولى په افغانستان كې خپل حقونه ترلاسه كړي.
ځينې نور وايي:
كه د ناوړه دودونو په ځاى د خداى قانون او اساسي قانون تطبيق شي؛ نو له شك پرته ټول انسانان كولى شي خپل حقونه ترلاسه كړي.
حسن بانوغضنفر زياتوي:
ښځو ته د ميراث د وركولو په اړه مو د خلكو د پوهاوي يو مياشتينۍ كمپاين پيل كړى دى.
د دغه وزارت د څرگندونو له مخې سږ كال ښځو ته د ميراث د نه وركولو دېرش پېښې ثبت شوي، چې يوولس پېښې يې حل شوې دي.