تازه خبرونه

په افغانستان کې امنیتي وضیعت د خرابیدو په حال کې دی- نیکولاس مارتي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سره صلیب نړیواله کمیټه وايي، چې په افغانستان کې امنیتي وضیعت د خرابیدو په حال کې دی او  نړیوال دې دا کړکیچ نه هیروي.

په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې پخوانی رییس نیکولاس مارتي،  چې دنده یې څو ورځې مخکې پای ته رسیدلې؛رویترز ته ویلي، تر راتلونکیو اتلس میاشتو به د افغانستان وضعیت نور هم  کړکیچن شي.

هغه له نړیوالو غوښتي،چې په افغانستان کې روان کړکیچ هیر نه کړي.

د دې بحران د هیریدو په صورت کې به تشدد اوج ته ورسېږي، نړیواله ټولنه باید پرافغانستان تمرکز زیات کړي؛ ځکه، چې په دې هېواد کې جګړه پای ته نه ده رسیدلې او دا وخت لا نه دی راغلی،چې افغانستان یوازې پریښودل شي.

یو شمېر افغان سیاسي شنونکي پر سره صلیب او نړیوالې ټولنې نیوکه کوي او وايي، چې  دوي باید د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه له وړاندې غږ پورته کړی وای او اصلي علت یې، چې د افغانستان ګاونډیان دي، باید خبره یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شوې وای.

سیاسي شنونکی هارون شمس وایي، نړیواله ټولنه دې د تشو تبلیغاتو پرخای له افغان ځواکونو سره همکاري وکړي.

د هغه په وینا؛ دوی، چې په مریخ کې اوبه معلومولی شي، نو په افغانستان کې دوی نه پوهیږي، چې  ترهګر له کوم ځایه راځي. له خارجیانو خواهش کوو، چې داسی تبلیغات ونکړي او عملاً له پوځ سره کمک وکړي،  استخباراتی معلومات  شریک کړي، نو په دي سره د حوادثو مخه نیول کیږي.

سیاسی کار پوه بیژنپور وایي،   سور صلیب باید اعلام وکړي؛ د افغانستان په ګاوند کې داسي ځواک شته، چې د اوضاع د خراب والي له پاره فعالیت کوي، چې نړیوال هم خبر دي  او نړیوال یوازې د امنیت د خرابوالي له پاره عامې خبرې کوي؛خو عملی اجرات نه کوي.

 د سره صلیب دغه چارواکي خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې تاوتریخوالی هغې کچې ته رسیدلی، چې له  ۲۰۰۱کال را په دیخوا نه دی  لیدل شوي.

هغه ویلي،چې د دې وېره شته، چې په روان کال کې د تاوتریخوالي کچه پراخه شي

خبریال:عبدالعزیز کریمي

Trending

Exit mobile version