سوداگري
په افغانستان کې به تر ۶ میاشتو د تاپي پروژې عملي چارې پیل شي
د هرات والي شیخ الحدیث نور احمد اسلام جار په افغانستان کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف او په دغه ولایت کې د ټاپي پروژې له اجرائیوي مشر محمد مراد امانوف سره وکتل.
د ټاپي پروژې اجرائيه مشرويلي، چې له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ګازو د نلليکې د غزولو عملي کار به په راتلونکیو شپږ مياشتو کې پيل شي.
محمد مراد امانوف په راتلونکیو شپږ میاشتو کې له ترکمنستان څخه هند ته د ګازو د لېږد پروژې د کار د پیل اعلان وکړ او وایي: مونږ د افغان حکومت لخوا د ځمکو د استملاک په تمه یوو.
په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف هم ویلي، چې د ځمکې استملاک باید له نړیوالو معیارونو سره سم تر سره شي.
د هرات والي نوراحمد اسلام جار څرګنده کړې، چې د هرات خلک ټاپي پروژې ته د هيلې د يوې کړکۍ پر سترګو ګوري او مونږ دغه پروژه تاريخ جوړوونکی پیل ګڼو.
د هرات والي زياته کړې: په کندهار کې د افغانستان اسلامي امارت مسوولين له دغې پروژې سره ځانګړې لیوالتيا لري او ډېر ژر به په دې برخه کې خپل ځانګړى استازى وټاکي.
نور احمد اسلام جار ژمنه کړې، چې د هرات سیمه ییز حکومت به ډېر ژر د ځمکې د استملاک نخچه د دې پروژې لپاره چمتو کړي.
له افغانستان او پاکستان څخه هند ته د ترکمنستان د ګازو د لېږدولو پروژه باید څو کاله مخکې پیل شوې وای. د دې نللیکې د غزولو چارې د ۲۰۱۵ زېږدیزکال په ډسمبر کې له ترکمنستان څخه پیل شوې دي.
د دې پروژې مفکوره په ۱۹۹۷ کال کې د افغانستان اسلامي امارت د لومړي پېر پر مهال راوټوکېده؛ خو افغانستان ته د امریکا پر مشرۍ د ناټو هېوادونو د راتګ، امنیتي ستونزو او د ځمکې د استملاک له کبله یې تر اوسه عملي کار ندی پیل شوی.