تازه خبرونه

په افغانستان کې خوارځواکي لوړې کچې ته رسېدلې – د خواړو نړیوال پروګرام

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۰, ۱۴۰۱)

د خواړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه خپلې لوړې کچې ته رسېدلې او د هېواد نیمايي وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.

په کابل کې د خواړو نړیوال پروګرام ویاند فیلیپ کراف ویلي؛ د افغانستان نیمایي نفوس د کال په اوږدو کې له سختې لوږې سره مخ وي او په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

هغه زياته کړې؛ په دغه هېواد کې، چې څلوېښت ميليون نفوس لري، څلور ميليون کسان یې له پېنځکلونو کم عمره ماشومان او ميندې په خوارځواکۍ اخته دي.

د هغه په ​​وينا، افغانان له لوږې نه مري؛ خو د يوه بشري ناورين د مخنيوي وس نلري.

مرستندویه ادارې افغانانو ته خوراکي توکي، ښوونه او روزنه او روغتیايي خدمات وړاندې کوي او د سون توکو او ګرمو جامو په ګډون ورته نغدې پیسې ورکوي؛ خو د اسلامي امارت د حکم له مخې، چې په انجو کې یې د ښځو د کار کولو بندیز لګاولی، د مرستو وېش پوره اغېزمن کړی دی.

کراپف ویلي؛ دې بندیز بد شرایط رامنځته کړي؛ کورنۍ او ټولنې نه پوهیږي، چې د دوی راتلونکی خواړه به له کوم ځای څخه راځي.

د خواړو نړیوال پروګرام د یوه سخت ژمې پر تمه د ښځو له پر کار بندیز مخکې د خپلو مرستو وېش ګړندی کړی؛ پلان لري، چې په دې میاشت کې د ۱۵ ملیون ټنه خوراکي مرستې اداره کړي. په داسې حال کې، چې WFP په مستقیم ډول د بندیز تراغېزمن لاندې ندی راغلی؛ ۱۹ همکارو ټولنو یې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

د پنجشنبې په ورځ، د ملګرو ملتونو ویاند ستیفن دوجاریک په افغانستان کې د خوارځواکۍ د زیاتوالي په اړه ویلي: دا په افغانستان کې د بشري وضعیت د چټک خرابیدو یوه بله نښه ده، چې مو په عین حال کې د ژمي د سختو شرایطو لیدونکي یوو.

Trending

Exit mobile version