Connect with us

سوداگري

په افغانستان کې د اقتصادي بحران له کبله لسګونه کارخونې تړل شوي

خپور شوی

د

د صنایعو او کانونو خونې مسوولینو ویلی؛ د اسلامي امارت له حاکمیت سره همهاله په ټول هېواد کې د ناامنيو او فساد کچه تر ډېره راټیټه شوې؛ خو د اقتصادي بحران له کبله لسګونه کارخونې تړل شوې دي.

په افغانستان کې له تېرو شل کلونو راپدیخوا د خصوصي سکتور لخوا ( صنعتي پراختیا، کرنې، مالدارۍ، باغدارۍ، د کانونو استخراج، خدمات، روغتیا، تحصیلات، بانکدارۍ، مخابراتو، هوانوردۍ او ساختمان ) په برخه کې پانګونه شوې ده.

د خصوصي سکتور د معلوماتو پر بنسټ د دې پانګونې کچه  له ۵۰ میلیارډ ډالرو ډېر تخمین شوی او په هېواد کې د اسلامي امارت واک ته له رسېدو سره سم په هېواد کې سلګونه داسې کار و بارونه ول، چې هڅې یې وځنډېدې.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې غړي وایی، چې یو شمېر هغه فابریکې، چې کارونه یې بند شوي یو لامل یې هم د نړیوالو لخوا د افغانستان پر بانکي سکتور پاتې بندیزونه ول.

دوۍ زیاتوي، چې اسلامي امارت باید د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخلي.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پيمان وایي؛ مونږ د افغانستان له اسلامي امارته رضایت لرو. د کورنیو تولیداتو د ودې او د صنعت د پراختیا لپاره دوی خپلې هڅې کوي.  ځینې ستونزې، چې رامنځته شوي؛ هغه هم په افغانستان د نړیوالو بندیزونو له مخې دي، چې هیله ده دا ستونزه  هم لرې شي او د افغانانو پيسې پوره آزادې شي.

د هېواد د اوسپنې ویلې کیدو ټولنې غړي، چې د هېواد په کچه تر ټولو ډېره برښنا لګوي او وایي؛ د دې سکتور د برښنا ستونزه اوس هم  په بشپړ دول نده حل شوې؛ خو له هېواده د اومه توکو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

د اوسپنې ویلې کولو فابریکو د ټولنې غړی عبد النصیر رشتیا وایي: د تېر په پرتله مو ستونزې لږ شوي. هیله لرو، چې د کورنیو تولیداتو شته ستونزې نورې هم کمې شي.

د اقتصادي چارو کارو پوهان هم د افغانستان له اسلامي امارته غوښتنه کوي، چې د کورنیو تولیداتو پراختیا لپاره په هېواد کې د پانګونې د جذب لپاره آسانتیاوې زیاتې کړي، چې په هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو ولاړ ماشینونه بېرته پر حرکت راشي.

سوداگري

د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې پلاوی کابل ته راغی

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې سفر موخه د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده.

Published

on

 

په افغانستان کې د ایران سفارت په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې دغه پلاوی د افغانستان د صنعت او کانونو په ملي او نړیوال نندارتون کې برخه اخلي او له افغان چارواکو سره به سوداګریزې ناستې او خبرې ترسره کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې سفر موخه د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده.

د افغانستان د صنعت او کانونو ملي او نړیوال نندارتون د ۲۰۲۶ز.کال د جون پر نهه‌ویشتمه په کابل کې پرانیستل شوی او د صنعت، کانونو او سوداګرۍ په برخو کې د کورنیو او بهرنیو ګډونوالو کوربه‌توب کوي.

افغانستان او ایران له اوږدې مودې راپدېخوا اقتصادي اړیکې لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې همکارۍ سره له دې، چې د سیمې سیاسي او مالي ننګونې شته؛ روانې ساتل شوې دي.

Continue Reading

سوداگري

افغانستان او قرغزستان د ګډې سوداګریزې شورا پر جوړولو ټینګار وکړ

د سفارت د څرګندونو له مخې؛ له دې کار څخه موخه د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو پراخول دي.

Published

on

 

په قرغزستان کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په بېشکک ښار کې د افغان ـ قرغز سوداګریز فورم پر مهال د دواړو هېوادونو تر منځ د ګدې سوداګریزې شورا د جوړېدو په اړه هوکړه شوې ده.

د سفارت د څرګندونو له مخې؛ له دې کار څخه موخه د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو پراخول دي.

په قرغزستان کې د افغانستان سفارت چارسمبالي عبدالشکور حقاني په دې ناسته کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ، اقتصاد، پانګونې او ټرانزیټ په برخو کې پراخ ظرفیت شته او د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا هم دواړو هېوادونو ته ګټه لري.

د یادونې ده، چې په افغان ـ قرغز فورم کې د افغانستان او قرغزستان د دولتي ادارو چارواکو، د سوادګرۍ خونو غړو او د خصوصي سکټور استازو ګدون کړی و.

Continue Reading

سوداگري

د افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا هوکړه‌لیک په نوي ډیلي کې د دې فډراسیون د عمومي منشي سارب سانیال او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رییس سید کریم هاشمي ترمنځ لاسلیک شوی دی.

Published

on

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون د افغانستان او هند ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ، پانګونې او تجارتي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا هوکړه‌لیک په نوي ډیلي کې د دې فډراسیون د عمومي منشي سارب سانیال او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رییس سید کریم هاشمي ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د سید کریم هاشمي پر مشرۍ د افغانستان پلاوي هم د یاد فډراسیون له رییس نیرمل کومار مینډا او یو شمېر نورو چارواکو سره د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د زیاتوالي او د خصوصي سکټور د همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونې فډراسیون ویلي، چې دا هوکړه‌لیک د بنسټیزو همکاریو د پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د سوداګرۍ او پانګونې د نورو ډېرو فرصتونو د برابرولو لپاره لاسلیک شوی دی.

دې بنسټ همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان او هند د سوداګریزو ټولنو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د نویو همکارۍ فرصتونو رامنځته کولو ته ژمن دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117