تازه خبرونه

په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن شتون او حکومتي نظام له پیله د ناکامۍ په حال کې ول – سیګار

په راپور کې راغلي؛ هغه حکومت، چې امریکا رامنځته کړ« د جرمونو یو پراخ شرکت » و.

Published

on

د افغانستان بیا رغونې ځانګړي څارونکي دفتر (سیګار) د تازه خپور شوی راپور له مخې؛ د امریکا ۲۰ کلنه هڅه، چې په افغانستان کې یې د یو ډیموکراټیک نظام د رامنځته کولو لپاره ترسره کړه؛ په عمل کې د «یو ستر فساد، غلا او د میلیارډونو ډالرو د ضایع کولو» پر دوراني حالت بدله شوه. دا راپور، چې د ډسمبر پر درېیمه خپور شوی؛ د سیګار د ۱۷ کلنې څېړنې پایله ده.

په راپور کې راغلي؛ هغه حکومت، چې امریکا رامنځته کړ« د جرمونو یو پراخ شرکت » و.

سیګار زیاته کړې؛ امریکا ټولټال ۱۴۴.۷ میلیارډ ډالر د افغانستان د بیا رغونې لپاره لګولي، چې کچه یې له دوه‌یمې نړیوالې جګړې وروسته د «مارشال پلان» له هغې هم زیاتېږي؛ خو دغو پیسو یو داسې حکومت رامنځته کړ، چې د سیګار د سرپرست ژان الویز د څرګندونو له مخې: «اصلاً د اداري فساد او جرمونو یوه تصدي وه.»

د راپور له مخې؛ امریکا د اوږده وخت لپاره د افغانستان په حکومتي ادارو او امنیتي ځواکونو کې پراخ فساد له پامه غورځولی و.

سیګار د فساد، اختلاس او ناوړه ګټې اخیستنې ټولټال ۱۳۲۷ پېښې ثبت کړي، چې په کې ټولټال ۲۹.۲ میلیارډ ډالر ضایع شوي دي.

سیګار وايي؛ میلیونونه ډالر پر هغو الوتکو، ودانیو او پروژو ولګېدل، چې یا ونه‌کارول شول یا بې کاره پاتې دي.

رشوت، قاچاق او له بښنې برخمنې کړۍ

راپور ښیي، چې امریکایي او افغان قراردادیانو د رشوت، رسمي قراردادونو او اختلاس له لارې میلیارډونه ډالر جیب ته واچول. ان ځینو کسانو ته له امریکایي استخباراتي ادارو سره د کار کولو له کبله “معافیت” ورکړ شوی و.

د بېلګې په توګه یو افغان سوداګر امریکایي ځواکونو ته د تېلو د قاچاق لپاره ۱.۲۵ میلیون ډالر رشوت ورکړی و. په یوه بله پېښه کې یوې امریکایي جوړې له افغانستان څخه د میلیونونو ډالرو عایداتو مالیات نه‌ول ورکړي.

له وتلو وروسته په افغانستان کې د میلیارډونو ډالرو تجهیزاتو پاتې‌کېدا

د یاد راپور له مخې؛ امریکا د افغان اردو لپاره پر نظامي تجهیزاتو او جوړښتونو ۳۸.۶ میلیارډ ډالر لګولي دي.

د بېلګې په توګه:

  • ۹۶ زره پوځي وسایط
  • ۴۲۷ زره وسلې
  • ۱۶۲ الوتکې
  • ۱۷۴۰۰د شپې لید عینکې

د امریکایي ځواکونو له وتلو سره په افغانستان کې د ۷.۱ میلیارډ ډالرو پر ارزښت تجهیزات پاتې شول. سیګار وايي: هغه ودانۍ، چې ویجاړ شوې ندي؛ ” اوس ښایي د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې وي.”

پټول او د همکارۍ نشتوالی

ژان الویز وايي، چې د څېړنې پر مهال سیګار د امریکایي چارواکو له کمې همکارۍ سره مخ شوی او دغه وضعیت د بایدن د حکومت په وخت کې نور هم بد شو: « دوی پوره یو کال له همکاریو ډډه وکړه؛ نه یې خبرې کولې او نه هم همکاري.»

په مرکو کې ان ځینو پخوانیو چارواکو ویلي؛ دوی له کلونو راپدېخوا پوهېدل، چې په افغانستان کې د امریکا پروژه “له ناکامۍ سره مخ ده.”

په شل کلنه جګړه کې زرګونه کسان ووژل شول

د براون پوهنتون «د جګړې لګښتونه » پروژې د څرګندونو له مخې:

  • ۲۳۲۰ امریکایي سرتېري
  • ۶۹ زره افغان امنیتي ځواکونه او پولیس
  • ۴۶ زره ملکي وګړي

د امریکا په ۲۰ کلنه جګړه کې وژل شوي دي.

د سیګار وروستۍ پایله: “د دې جګړې لګښت له پیسو څخه ډېر و”

سیګار ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن شتون نه یوازې د خپلو اهدافو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی، بلکې پر میلیارډونو ډالر یې ضایع او داسې جوړښتونه یې رامنځته کړل، چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په څو ورځو کې بشپړ له منځه ولاړل.

Trending

Exit mobile version