تازه خبرونه
په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د امریکا راپور سیاسي اړخ لري – مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دا خبره؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو د رعایت په اړه د کلني راپور په ځواب کې راپورته کړې او څرګندوي، چې د امریکا سفارت په افغانستان کې نشته، چې واقعیتونه، پرمختګونه او د بشري حقونو مسلې له نږدې وګوري.
د اسلامي امارت ویاند ويلي، چې امریکا په واشنګټن کې د افغانستان د بشري حقونو مسلې څېړي او دا هېواد یې له نږدې ندی لیدلی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دا خبره؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو د رعایت په اړه د کلني راپور په ځواب کې راپورته کړې او څرګندوي، چې د امریکا سفارت په افغانستان کې نشته، چې واقعیتونه، پرمختګونه او د بشري حقونو مسلې له نږدې وګوري.
ذبیحالله مجاهد وایي: ” دا راپورونه (په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه) په واشنګټن کې چمتو شوي او اندېښنې څرګندې څرګندیږي. ډېری یې سیاسي اړخ لري او د تبلیغاتو وسیله ده.”
مجاهد زیاته کړې، چې امریکا باید د اشغال د مهال او اوس په افغانستان کې د بشري حقونو مسلې پرتله کړي او وګوري، چې په دې هېواد کې بشري حقونه کله “ښه” خوندي شوي.
هغه ټینګار کړی: “امریکا باید د افغانستان په اړه اندېښنه ونلري؛ ځکه دا هېواد پخپله پوهیږي، چې د خپلو اتباعو حقونه یې څه دي. په افغانستان کې یو شرعي او قانوني لیدلوری شتون لري او د اتباعو د حقونو د حل لپاره شرعي مکلفیت شته دی.”
په دې راپور کې د ښځو او د بیان آزادۍ په اړه د اسلامي امارت محدودیتونو ته هم نغوته شوې ده.
د یادونې ده، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې راغلي: د اسلامي امارت لهخوا د بشري حقونو رعایت د پام وړ کم شوی دی.