تازه خبرونه
په افغانستان کې د خوراکي توکو د ناامنۍ کچه ورځ تر بلې پراخېږي – د خوړو نړیوال پروګرام
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د سې شنبې پر ورځ ( د وري څوارلسمه ) د افغانستان د ستراتیژیک پلان پر بنسټ په خپل کلني راپور کې، چې ریلیف اوبپاڼې خپور کړی څرګندوي، چې په افغانستان کې د خوړو ناامني روانه ده.
د دې بنسټ په راپور کې راغلي: ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون افغانان، چې د هېواد د نفوس ۴۰ سلنه جوړوي؛ د ۲۰۲۳ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۴ کال تر مارچ میاشتې پورې د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ شوي، چې ۲ اعشاریه ۸ میلیون یې د خوراکي توکو د ناامنۍ په بېړني حالت کې دي.
دغه راز په راپور کې څرګنده شوې، چې د ۲۰۲۱ کال له پای څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې په افغانستان کې بشري مرستو څه نا څه د وضعیت په نسبي ښه کېدو کې مرسته کړې؛ خو په ۲۰۲۳ کال کې د دې مرستو له کمېدو سره به په ۲۰۲۴ کال کې د افغانانو د خوراکي توکو د ناامنۍ حالت نور هم خراب شي.
نړیوالو بنسټونو او سازمانونو په وار وار خبرداری ورکړی؛ یو زیات شمېر افغانان نه پوهېږي، چې څنګه او چېرته د ځان او خپلو کورنیو لپاره خواړه ترلاسه کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې په ۲۰۲۳ کال کې یې په افغانستان کې ۱۸ اعشاریه ۶ میلیون وګړو ته، چې ۸۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي؛ مرسته رسولې ده.
د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې: په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان د اقتصادي ناورین، اقلیمي ناخوالو، سیاسي ستونزو، د راستنیدونکیو کډوالو او داخلي بې ځایه شویو له زیاتوالي سره – سره له سخت بشري ناورین سره مخ و؛ دا وضعیت د ښځو او نجونو پر حقونو د واکمنو سیاسي او ټولنیزو چارواکو د سپارښتنو له کبله نور هم اغېزمن شو او اوس له هرو لس افغان کورنیو څخه ۹ یې د پوره خوړو په برابرولو کې ستونزې لري.
د افغانستان د حکومتي چارواکو د سپارښتنو له مخې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر پر څلیریشتمه په نادولتی موسسو او ادارو کې د افغان ښځو پر کار کولو بندیز ولګېد او د ۲۰۲۳ کال د اپریل په میاشت کې د ملګرو ملتونو د دفترونو پر ښځینه کارکوونکیو د بشردوستانه فعالیتونو بندیز ولګول شو، چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام پر هڅو یې په ټول افغانستان کې اغېز کړی دی.