تازه خبرونه

په افغانستان کې د ښځو له پامه غورزولو د نړیوال تعامل مخه نیولې

Published

on

(Last Updated On: تله ۵, ۱۴۰۲)

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د سې شنبې پر ورځ امنیت شورا ته څرګنده کړه؛ نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د اسلامي امارت له مشرانو سره د ښځو د حقونو او ټولګډونه حکومتولۍ په اړه د هغوی له تګلارو سره د ژور اختلاف باوجود هم د خپلو خبرو بهیر روان وساتي.

روزا اوتنبایوا، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشري هم کوي؛ په اوسنیو هڅو کې یې د مثبت لوري د نشتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د ښکېلتیا د یوې نوې تګلارې غوښتونکې شوه.

هغې ويلي: د ټولو خواوو د باور نه‌شتوالى د باور د رامنځته کولو پر وړاندې يو لوی خنډ دى، خو د خبرو اترو دروازې اوس هم پرانستې دي.

هغه څرګندوي: دا شېبه، له ستونزو سره – سره؛ یو فرصت دی. مونږ باید ډاډ ترلاسه کړو، چې د خبرو دروازې نه‌تړل کیږي.

اوتونبایوا ویلي، چې ښکېلتیا او اړیکې د طالبانو له ۵۰ څخه د زیاتو فرمانونو له کبله کمزوره شوي، چې موخه یې له ټولنیز ژوندانه او تعلیم څخه د میرمنو لرې کول دي.

هغې زیاته کړې: هغه سياستونه، چې د ښځو د بې برخې کېدو لامل ګرځي؛ نړيوالې ټولنې ته د منلو وړ نه‌دي.

هغې همداراز د ملګرو ملتونو د نوي راپور د څرګندونو له مخې، چې له ۵۰۰ څخه د ډېرو افغان ښځو سره مرکو پر بنسټ جوړ شوي؛ په سلو کې ۴۶ ښځو ویلي، چې اسلامي امارت باید په هیڅ صورت پر رسمیت ونه‌پېژندل شي.

هغې وویل: په هرصورت پوښتنه دا ده، چې ایا سره له دې پالیسیو له چارواکو سره ښکېلتیا وساتل شي او  یا یې له کبله ودرول شي.

د یوناما نظر دا دی، چې مونږ باید ښکېلتیا او خبرې اترې روانې وساتو.

هغه وایي: مذاکرات پر رسمیت پېژندنه نه‌ده. ښکېلتیا د دې پالیسیو د منلو معنا هم نه‌لري. برعکس: خبرې اترې او ښکېلتیا هغه څه دي، چې مونږ د دې پالیسیو د بدلولو هڅه کوو.

اوتونبایوا شورا ته څرګنده کړې، چې دا ښکېلتیا کولی شي جوړوونکې او هدف لرونکې وي او سره له دې اصولي پاتې شي.

هغې ټینګار وکړ: د ښکېلتیا یوه نوې جوړه شوې ستراتیژي باید لومړی دا ومني، چې واکمن بالفعل د افغانانو د هوساینې لپاره په ټولو اړخونو کې په ځانګړي توګه د ښځو په اړه مسوولیت لري.

په نورو برخو کې به د رښتینو چارواکو اوږدمهاله اندېښنو ته د رسیدو لپاره میکانیزمونه شامل وي؛ دغه راز د افغانانو ترمنځ صادقانه خبرې اترې، چې د ۲۰۲۱ ز. کال په اګست کې د طالبانو ( اسلامي امارت ) له بیا واکمنېدو سره پرې شوې دي.

هغې دا هم ویلي؛ سربېره پردې د نړیوالې ټولنې یو  همغږۍ ته هم اړتیا شته.

د ملګرو ملتونو د جندر د برابرۍ د ادارې مشرې سیما باهوس هم د ملګرو ملتونو د ښځو شورا ته معلومات ورکړل.

هغې اړوند استازیو ته وویل، چې د طالبانو فرمانونه افغانستان ته په کال کې شاوخوا یو میلیارد دالر لګښت لري، چې یوازې به زیات شي.

دغه فرمانونه د هغه هېواد ناوړه بشري وضعیت نور هم خرابوي، چې د نفوسو دوه پر درېیمه برخه یې د ژوندي پاتې کیدو لپاره مرستو ته اړتیا لري او شاوخوا ۲۰ میلیون په ځانګړي توګه میرمنې او نجونې د سختې لوږې سره مخ دي.

هغې ټینګار وکړ، چې د پرمختګ لاره باید د ښځو له غږونو او د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سره سمه هدایت شي.

باهوس وړاندیز وکړ، چې د امنیت شورا هغه کمیته، چې د افغانستان پر ضد د بندیزونو څارنه کوي؛ یوه غونډه راوبولي، چې په دې هېواد کې د ښځو له حقونو څخه د سرغړونو مخنیوی وڅېړي.

هغې زیاته کړه: مونږ باید هغه پیغامونه په پام کې ونیسو، چې د افغانستان وضعیت په بشپړ ډول یا په ځانګړي ډول د بشري بحران په توګه ښیي.

هغې څرګنده کړې؛ دا یو اقتصادي بحران دی، د رواني روغتیا بحران، د پراختیا بحران او نور ډېر څه. هغه اړیکه، چې دا بېلابېل اړخونه سره نښلوي د ښځو د حقونو بحران دی. دا باید لومړنۍ کرښه وي؛ له دې لارې باید مونږ وپوهیږو، چې څه رامنځته کیږي او څه باید وکړو.

هغې همداراز له استازو وغوښتل، چې په نړیوال قانون کې د جنسي اپارتاید لپاره د ځای ورکولو له هڅو بشپړ ملاتړ وکړي.

Trending

Exit mobile version