سوداگري
په افغانستان کې د کورنیو درملو تولید زیات شوی- ملا برادر
هغه د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې دا مهال د خلکو د درملو د اړتیاوو لویه برخه د کورنیو تولیداتو له لارې پوره کېږي او د کورنیو تولیداتو ملاتړ د اقتصادي فشارونو او بندیزونو پر وړاندې د مبارزې تر ټولو غوره لار ده.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن( سېشنبه د غویي نههویشتمه) د ابو علي سينا بلخي دوهیم ملي او نړیوال تخصصي نندارتون پرانیست او په افغانستان کې یې د درمل جوړونې صنعت له ودې خبر ورکړ.
هغه د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې دا مهال د خلکو د درملو د اړتیاوو لویه برخه د کورنیو تولیداتو له لارې پوره کېږي او د کورنیو تولیداتو ملاتړ د اقتصادي فشارونو او بندیزونو پر وړاندې د مبارزې تر ټولو غوره لار ده.
د ملا برادر د څرګندونو له مخې؛ په وروستیو میاشتو کې د بهرنیو درملو د وارداتو کمښت د هېواد د درملو د تولید سکټور د پام وړ ودې لامل شوی او خلک تر ډېره د کورنیو درملو کارولو ته مخه کړې ده.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ټینګار کړی؛ له اوسنیو پرمختګونو سره – سره اړتیا ده، چې د درملو تولیدي فابریکې پوره معیاري شي او خپل تولیدات د نړیوالو معیارونو له مخې پراخ کړي.
ملا برادر له سوداګرو وغوښتل، چې د درملو له احتکار او پر لوړه بیه یې له پلورلو ډډه وکړي.
نوموړي له اړوند ادارو وغوښتل، چې له ورته کړنو سره جدي چلند وکړي.
هغه کورنیو او بهرنیو پانګهوالو ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ډاډ څرګند کړ، چې اسلامي امارت د پانګونې د بهیر د آسانتیا او د برښنايي سیسټم د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.
ملا برادر وایي؛ اسلامي امارت یوازې پر کورني اقتصاد تمرکز نهلري، بلکې د سیمهییزو او نړیوالو اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتونکی هم دی او څرګندوي، چې له سیمهییزو او ګاونډ هېوادونو سره اقتصادي تعاملات هم زیات شوي دي.
دا مهال په افغانستان کې د درملو ۱۳۴ تولیدي فابریکې فعالې دي، چې ۱۱۷۰ ډوله درمل تولیدوي. په دې برخه کې شاوخوا ۴۵۰ میلیون ډالره پانګونه شوې او د هېواد ۳۸ سلنه اړتیاوې پوره کېږي؛ دا هغه شمېر دی، چې اته میاشتې مخکې ۲۵ سلنه و.
ویل کیږي، چې د ابو علي سينا بلخي تخصصي نندارتون به د لسګونو درمل جوړوونکو شرکتونو په ګډون د څلورو ورځو لپاره پرانیستې وي.