تازه خبرونه

په افغانستان کې د ۱۰ زره میګاواټه برښنا پر تولید د ۱۰ میلیارډ ډالره پانګونې هوکړه لاسلیک شوه

د هېواد په بېلابېلو برخو کې به د ګازو، ډبرو سکرو، اوبو، باد او لمر په ګډون له بېلابېلو سرچینو څخه برښنا تولید شي. د دې پلان پر بنسټ افغانستان به له ۷ څخه تر ۱۰ کلونو پورې د برښنا له کبله پر ځان‌بسیا شي او حتا نورو هېوادونو ته به برښنا صادره کړي.

Published

on

Last Updated on: زمری ۱۲, ۱۴۰۴

د اوبو او انرژۍ وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک شو، چې له مخې به یې په افغانستان کې د ۱۰ میلیارډ ډالرو پر پانګونه ۱۰ زره میګاواټه برښنا تولید، لېږد او وېشل کیږي.

د هېواد په بېلابېلو برخو کې به د ګازو، ډبرو سکرو، اوبو، باد او لمر په ګډون له بېلابېلو سرچینو څخه برښنا تولید شي. د دې پلان پر بنسټ افغانستان به له ۷ څخه تر ۱۰ کلونو پورې د برښنا له کبله پر ځان‌بسیا شي او حتا نورو هېوادونو ته به برښنا صادره کړي.

له تولید شوې ۱۰ میګاواټه برښنا څخه به ۴ زره میګاواټه عامه مصرف ته ځانګړې شي او ۶ زره میګاواټه به فابریکو ته ځانګړې شي، چې دا به د زرګونو نویو فابریکو د جوړولو، د میلیونونو وګړو لپاره د کارموندنې او د هېواد په اقتصاد کې د پام وړ ودې لپاره لار اواره کړي.

د دغه هوکړه لیک پر بنسټ د اوبو او انرژۍ وزارت او د پروژې پلي کوونکي شرکت تخنیکي ډلې به سر له سبا څخه ټاکل شویو سیمو ته لاړ شي.

د پروژې سروې به په لس ورځو کې بشپړه شي او ډیزاین به یې په راتلونکو شپږ میاشتو کې نهایی شي. بیا به په لومړي ګام کې له ۲۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ میګاواټه برښنا تولیدونکې پروژې پیل شي.

Trending

Exit mobile version