تازه خبرونه
په افغانستان کې صنعتي نشهیي توکو وده کړې
د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې دفتر (UNODC) له لوري د «۲۰۲۵ د افغانستان د اپینو سروی» ښیي؛ سږکال د کوکنارو تر کر لاندې ځمکه شاوخوا ۱۰ زره او ۲۰۰ هکټاره ته رسېدلې، چې د ۲۰۲۴ کال پر پرتله نږدې ۲۰ سلنه کمه ده. دا شمېر د ۲۰۲۲ کال د پراخ بندیز له کلونو څخه د مخکې پر پرتله د پام وړ کمښت لري.
د ملګرو ملتونو ټولنې نوی راپور ښيي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د کوکنارو کرکېله او د اپینو تولید راکم شوی؛ خو د صنعتي نشهیي توکو په ځانګړي توګه میټامفیټامین د زیاتېدونکي ګواښ په اړه هم خبرداری ورکوي.
د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې دفتر (UNODC) له لوري د «۲۰۲۵ د افغانستان د اپینو سروی» ښیي؛ سږکال د کوکنارو تر کر لاندې ځمکه شاوخوا ۱۰ زره او ۲۰۰ هکټاره ته رسېدلې، چې د ۲۰۲۴ کال پر پرتله نږدې ۲۰ سلنه کمه ده. دا شمېر د ۲۰۲۲ کال د پراخ بندیز له کلونو څخه د مخکې پر پرتله د پام وړ کمښت لري.
په راپور کې راغلي، چې د افغانستان د اپینو تولید نور هم کم شوی او په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۳۲ سلنه راټیټ شوی او ۲۹۶ ټنو ته رسېدلی دی.
د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې دفتر د څرګندونو له مخې؛ له دې کچې څخه کېدی شي د صادراتي کیفیت له ۲۲ څخه تر ۳۴ ټنو پورې پوډر او هیرویین تولید شي، چې دا د تېرو کلونو پر پرتله ډېر لږ دي.
د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، د کوکنارو کربندیز پلي کېدا او د یو شمېر بزګرانو لهخوا د قانوني حاصلاتو کر ته مخه کول د کموالي یو له اصلي لامل څخه دي.
دغه راز د سختې وچکالۍ او اورښتونو د کمښت له کبله څه نا څه ۴۰ سلنه کرنیزې ځمکې شاړې پاتې شوې دي، چې د بزګرانو عواید او مشروع تولیداتو ته یې سخت زیان اړولی دی.
د راپور له مخې؛ د افغانستان شمالختیځ ولایتونه په ۲۰۲۵ کال کې هم د اپینو د تولید اصلي مرکزونه پاتې شوي. په سویلي او سویللویدیځو( هلمند او کندهار ) ولایتونو کې د کوکنارو کرکېله مخ پر تیټېدا وه.
د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې دفتر زیاته کړې؛ د بزګرانو عاید هم د ابینو له پلور څخه پوره کم شوی او په ۲۰۲۴ کال کې له شاوخوا ۲۶۰ میلیون ډالرو څخه په تېر کال کې نږدې ۱۳۴ میلیون ډالرو ته راټیټ شوی دی.
سره له دې کموالي هم ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د نشهیي توکو د بازار د بڼې بدلون کولی شي نوي ګواښونه رامنځته کړي.
په راپور کې راغلي، چې صنعتي نشهیي توکي په ځانګړي توګه میټامفیټامین د پراختیا په حال کې دي، چې تولید یې آسانه، پټ او د اقلیمي شرایطو پورې لږ تړلی دی.
د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې دفتر ویلي؛ د صنعتي نشهیي توکو تولید کېدی شي په وړو او پټو لابراتوارونو کې ترسره شي او د امنیتي ځواکونو لپاره یې پېژندنه او مخنیوی ډېر ستونزمن دی. دغه مواد د عامې روغتیا لپاره هم جدي ګواښونه لري او کولی شي د سیمې پر کمزورو روغتیايي نظامونو نور فشارونه راوړي.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې د نشهیي توکو پر ضد له هر اړخیزو تګلارو پرته، چې هم دودیز او هم صنعتي نشهیي توکي رانغاړي؛ د تریاکو د تولید کمښت ښايي د نورو خطرناکو توکو پر پراختیا جبران شي.
دې ادارې د سیمهییزو همکاریو د زیاتولو، د لومړنیو کیمیاوي توکو د ښه کنټرول او د نړیوال ملاتړ د دوام غوښتنه کړې، چې افغانستان د صنعتي نشهیي توکو د تولید او قاچاق پر مرکز بدل نشي.
کورنیو چارو وزارت له دې مخکې اعلان کړی و، چې په افغانستان کې د نشهیي توکو د کر، سوداګرۍ او قاچاق اړوند فعالیتونه صفر ته رسېدلي دي.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېر یو کال کې شاوخوا ۲۰۰ زره کیلوګرامه بېلابېل طبیعي او مصنوعي نشهیي توکي کشف او ضبط شول، چې ټول سوځېدلي او له منځه وړل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې مرستیال قاسم خالد ويلي، چې د جمهوري نظام پر مهال لوړپوړي چارواکي د نشهیي توکو په قاچاق کې ښکېل ول او دغه توکي یې پر ډېر مهارت بهرنیو هېوادونو ته لېږدول.
قاسم خالد وایي:« په تېر یو کال کې شاوخوا ۲۰۰ زره کیلوګرامه بېلابېل طبیعي او مصنوعي نشهیي توکي کشف او ضبط شوي، چې ټول سوځول شوي او له منځه تللي دي.»
ویل کیږي، چې په تېر یو کال کې شاوخوا ۷۵۰ د نشهیي توکو قاچاقبران نیول شوي او تر قانوني څار لاندې دي.